خوست کې له ۴۴۵ سېلاب ځپلو کورنیو سره نغدي مرسته وشوه

SM

اطلاعات روز: د وروستیو سېلابونو له امله د هیواد د ځینو نورو ولایتونو ترڅنګ په خوست ولایت کې هم خلکو ته ګڼ مالي او ځاني زیانونه واوښتل.

تېره ورځ (سې شنبه،۲۹ د وږي) IRC موسېسې د دغه ولایت د بېلابېلو سیمو له ۴۴۵ هغو کورنیو سره چې د سېلابونو له امله یې مالي او ځاني زیان لیدلی و، نغدي مرسته وکړه.

د خوست ولایت لپاره د طالبانو مرستیال والي محمد انور وویل، چې یاده نغدي مرسته کې د هرې کورنۍ لپاره ۱۴۰۰۰ افغانۍ ځانګړې شوې دي.

هغه همدا راز اوښتو زیانونو په ته په کتو له نړیوالو موسېساتو د لا نورې همکارۍ غوښتنه وکړه او ویې ویل، د سېلابونو له امله په خوست کې د خلکو د استوګنې کورونه نړېدلي او هم یې پراخه کرنیز حاصلات له منځه تللي دي.

د خوست اوسېدونکي په شوې مرسته خوښ دي او غوښتنه کوي، چې دا ډول مرستې باید له توپیري چلند پرته ووېشل، دوی ځکه د دې مرستو په بې طرفه وېش ټینګار کوي، چې اکثره وخت دا ډول مرستې د طالبانو کورنیو او خپلوانو ته ورکول شوې دي.

خوست کې د سېلابونو له امله زرګونه کرنیزه ځمکه، لسګونه د استوګنې کورونه او هم د ولسوالیو ترمنځ وصل شوي پلونو ته زیان رسېدلی چې خلک یې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه