د ملګرو ملتونو سرمنشي: طالبان باید له ځنډ پرته د نجونو ښوونځي پرانیزي

اطلاعات روز: د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټریش د دغه سازمان په عمومي غونډه کې یو ځل بیا په افغانستان کې د نجونو ښوونځیو پر پرانیستلو ټینګار وکړ.

هغه له طالبانو وغوښتل چې سمدستي دې د نجونو پر زده کړو محدودیتونه لغوه کړي: «زه د افغانستان په چارواکو باندې غږ کوم چې ژر تر ژره د متوسطې او لېسې دورې باندې ټول بندیزونه لېرې کړي.»

د افغان نجونو د روباټیک ټیم مشرې سمیه فاروقي هم پرون (دوشنبه، ۲۸ د وږي) د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د نړۍ مشرانو ته په خطاب کې وویل، چې دوی باید اجازه ورنکړي چې افغانستان د نجونو د هیلو او ارمانونو هدیره وګرځي.

فاروقي وویل، افغانستان کې نجونې د یوې نامعلومې راتلونکې سره مخ دي: «طالبان کاملاً په ټولنه کې زموږ موجودیت محوه کوي. زرګونه نجونې ښايي هېڅکله ښوونځیو ته رانه شي ګڼې یې لا وختي واده شوي.»

هغې د نړۍ مشرانو ته په خطاب کې وویل، که چیرې فکر کوئ چې افغان نجونې د زده کړې مستحقې دي، نو باید اجازه ورنکړي چې هغه او نورې نجونې د «نړیوالو سیاستونو» قرباني شي.

تېر کال د سپټمبر په ۱۸ مه یوازې د هلکانو ښوونځي پرانیستل شول.  طالبانو هغه وخت اعلان وکړ چې په روان پسرلي کې به ټول ښوونځي پرانستل شي؛ خو دې ډلې له ژمنو سره سره له شپږم ټولګي پورته نجونو ته د زده کړو اجازه نه ده ورکړې.

اوس مهال طالب چارواکي د ښوونځیو تړلو ته بېلابېلې بهانې لټوي.

په دې وروستیو کې د طالبانو د پوهنې سرپرست وزیر نورالله منیر ویلي و، چې په افغانستان کې د نجونو ښوونځي د «کلتوري ستونزو» له امله تړل شوي او خلک نه غواړي چې په اوسني وضعیت کې خپلې نجونې ښوونځیو ته واستوي.  دغو څرګندونو پراخ منفي غبرګونونه هم له ځان سره لرل.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه