ننګرهار کې د خرما بڼ حاصلات د تیرو کلونو په پرتله زیات شوي

اطلاعات روز: ننګرهار ولایت کې د کانال ریاست مسوولین وایي، په دغه ولایت کې د حرما بڼ حاصلات د تیرو کلونو په پرتله دوه برابره زیات شوي دي.

د ننګرهار د کانال ریاست لپاره د طالبانو ویاند سید همایون غریبمل اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، د کانال اړوند خرما بڼ سږ کال نږدې ۲۰ ټنه حاصلات ورکړي، چې د تېرو کلونو په پرتله دوه برابره لوړوالی ښیي.

نوموړی وایي، د نورو کلونو په څېر یې د دغه بڼ حاصلات خصوصي شرکت ته په قرارداد ورکړي، چې له درکه یې څه کم یو نیم مېلیون افغانۍ عواید ترلاسه شوي دي.

دی وایي، تېر کال له دغه بڼ شاوخوا ۱۲ ټنه خرما په لاس ورغلې وه چې سږنی حاصل یې د تېر په پرتله نږدې دوه برابره دی.

غرییمل زیاته کړه: «خوشبختانه سږ کال د ننګرهار کانال ریاست هډې فارم خرما باغ شل ټنه حاصلات ورکړي او له درکه یې حکومت ته څه کم یو نیم میلیونه افغانۍ عواید په لاس راغلي، تېر کال ددغه باغ حاصلات دولس ټنه وو، دغه باغ د متحده عرب اماراتو له خوا په ٢٠٠٩ کال کې په څلوېښت جریبه ځمکه کې جوړ شو، چې دایې د حاصل څلورم کال دی.»

نوموړی دغه راز وایي، په یاد بڼ کې ٢٧٠٠ بوټي کېنول شوي چې شپږ ډوله خرما په کې حاصل ورکوي.

د غریبمل په وینا د کانال ریاست عوایدو لوړوالي او د خلکو د تقاضا پوره کولو په موخه یې تېر کال په هډې فارم سیمه کې په ۲۵ جریبه ځمکه کې د خرما یو بل بڼ جوړ کړی او پلان لري چې دغه لړۍ د ننګرهار لرې پرتو ولسوالیو ته هم وغځوي.

د هغه په خبره هر کال د ننګرهار کانال خرما بڼ رسېدلي حاصلات خصوصي شرکتونو ته په قرار داد ورکول کېږي او سږ کال د بڼ حاصلات د ننګرهار یوه سوداګر په څه کم یو نیم میلیون افغانیو اخېستي دي.

د ننګرهار کانال ریاست په دغه بڼ کې یو شمیر کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې، چې له دې لارې خپلو کورنیو ته حلاله نفقه پیدا کوي.

د دوی له ډلې یو یې عبدالقیوم اطرافي دی چې له کلونو راهیسې د ننګرهار کانال اداره کې کار کوي او اوس د خرما بڼ د پالنې او د نویو بڼونو د جوړولو مسوولیت په غاړه لري.

اطرافي له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې که څه هم د خرما اوسني حاصلات د بسنې وړ نه بولي؛ خو ټینګار کوي چې مسوولین باید په دې برخه کې خپله پاملرنه لا زیاته کړي.

جلال اباد ښار اړوند هډې فارم خرما بڼ کابو  دیارلس کاله وړاندې د متحده عربي اماراتو په همکارۍ د ننګرهار کانال له لوري په ۴۰ جریبه ځمکه کې جوړ شوی او له څلورو کلونو راهېسې په حاصل راغلی دی.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه