د امکاناتو د کموالي له امله د زرمت د ۵۰ بستريز روغتون يوازې ۲۰ بسترونه فعال دي

اطلاعات روز: زرمت د پکتيا لويه او ګڼ نفوسه ولسوالي ده، چې شاوخوا درې کاله وړاندې پکې ۵۰ بستريز روغتون جوړ شو، خو د اسانتياوو د کموالي له امله اوسمهال د دې روغتون يوازې ۲۰ بسترونه فعال دي.

خلک وايي چې د بسترونو د کموالي سربېره د روغتيايي کارکوونکو او درملو کمبود يې هم د ناروغانو د درملنې برخه کې تشه رامنځته کړې ده.

د دې ولسوالي د سهاکو اوسېدونکی محمديعقوب وايي چې ياد روغتون په زيات لګښت او عصري ډول جوړ شوی، خو د ځينو امکاناتو زياتولو ته يې جدي اړتيا شته.

يعقوب وويل:«دواګانې تر پخوا هم کمې شوې، سرنج او ځينې نور شیان هم له باندې راباندې راغواړي. د امکاناتو د کموالي له امله ځينې وخت خلک خپل مريضان ګردېز يا شرنې ته وړي.»

د سرې کلا سيمې اوسېدونکي عبدالولي وويل چې په ژمي کې د روغتون د خونو ګرمولو برخه کې هم ستونزې شته او د روغتون کارکوونکي هم ډېر مسلکي ندي.

ولي زياته کړه:«دا شفاخانه ۵۰ بستره ده، که ضرورت شي حتی ۶۰ بسترونو ته هم زياتېدی شي، خو اوس يې ۲۰، ۲۲ يا ۲۵ بسترونه فعال وي؛ له خپلو دولتي ادارو او موسـسو دا غواړو چې د دې روغتون پوره مجهر کېدو ته توجه وکړي.»

د ځوانانو پارلمان غړی احمدالله احمدي هم له روغتون څخه د ليدنې په ترڅ کې وويل چې په روغتون کې د ځينو طبي برخو کموالی هم خلک نورو ځايونو ته د ناروغانو لېږدولو ته اړ کوي.

احمدي زياته کړه:«دلته الټراساونډ هم نشته، چې د ولادي ناروغيو پر مهال ضروري وي، خلک وايي چې ځينې وخت د شپې د باندې هم دواخانې او معاينه خانې بندې وي، نو له سختو مشکلاتو سره مخ کيږي. له دې پرته د زرمت نور سيمه ييز کلينيکونه هم ځينې اړتياوې لري.»

د ياد روغتون سرطبيب ډاکټر عظيم هم ځينې ستونزې مني او وايي چې د تشکيل له کموالي سره مخ دي او د هډوکو او تلويزيوني معايناتو د څانګو نشتون يې نورې ستونزې دي.

عظيم وويل چې په مياشتيني ډول د شاوخوا ۲۰۰ ولادي ناروغانو په ګډون له ۷ زره تر ‍۱۰ زره ناروغان ورته مراجعه کوي.

نوموړی وايي:«له ۲۰ ــ ۲۵ بسترونه موږ اوس لرو او فعال وي، خو دا چې اوس د شفاخانې د ترميم کارونه روان دي، نو چې کله ترميم پوره شي، موږ هڅه کوو چې ټول فعال کړو، له رياست او مسولې موسـسې سره مو دا مسايل شريک کړې دي.»

له شاوخوا دوه کلونو راهيسې د هېواد په نوم د روغتيايي مرکزونو د قراردادي موسـسې لخوا د پکتيا د روغتيايي مرکزونو د مسوليت اخيستو راهيسې په روغتيا برخه کې شکايتونه او نيوکې زياتې شوې دي.

کابو څلور اونۍ وړاندې ګردېز ته د عامې روغتيا وزارت د معين وحيدمجروح په مشرۍ هيئت په دې ولايت کې روغتيايي ستونزې زياتې يادې کړې وې او ژمنه يې کړې وه چې د حل او رسيدګې لپاره به يې ژر ځينې ګامونه واخلي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه