اطلاعات روز: کندهار ولايت کې د وچې ميوې د اتحاديې مسوولين وايي، تېرکال له دې ولايت څخه نږدې ۳۰زره ټنه وچ انځر بهرنيو هيوادونو ته صادر شوي، خو زیاتوي، چې سږکال د وچکالۍ او بې وخته ورښتونو له امله د انځرو حاصلات کم شوي مګر قیمت یې دوه برابره شوی دی.
د کندهار انځر د هیواد ولايتونو ترڅنګ په ډیره پيمانه هند هېواد ته صادرېږي چې ورسره يو وخت د دغه ولايت باغ لرونکو او تجارانو ته هم ښه عايد په لاس ورکوي.
دغه وچ انځر به نړيوالو بازارونو کې ځانګړی نوم او شهرت لري چې لومړی هند او له هغه ځایه د دغه هیواد په نوم امریکایي او اروپایي هیوادونو ته صادریږي.
که څه هم کندهار کې د وچ انځرو کاروبار خورا ګرم شوی خو، باغ لرونکي وایي، چې د وچکالۍ او بې وخته ورښتونو له امله یې سخت زیان لیدلی دی.

کندهار کې د انځرو د سوداګرو او باغ لرونکو حال
مدد خان د کندهار په صنعتي پارک کې د انځرو کاروبار کوي نوموړي اطلاعات روز ته وويل، پروسږکال د انځرو کاروبار ډېره ګټه ورته کړې خو سږکال د ورښتونو له کبله انځر خراب شوي دي.
هغه وايي، په روان کال کې د وچو انځرو کاروبار سخت زیانمن شوی او په بازارونو کې ډېر کم خرڅلاو ته وړاندې شوي.
نموړی زیاتوږي، د باران د اوبو ترڅنګ تازه انځرو ته بېلابېل مرضونه هم راغلي او د حاصلاتو پر کموالي يې مستقيمه اغېزه کړې.
د هغه په خبره، د وچ انځرو بيې سږکال حاصلاتو ته په کتو لوړې شوي ځکه په وينا يې، پروسږکال يو اميل ښه انځر په ۸۰۰۰ کالدارې پلورل کېدل خو د سږکال لږ حاصلاتو ته په کتو سره یې نرخونه ۱۶زره کالدارو ته پورته شوي.
د هغه په خبره، چې سږکال د وچ انځرو سوداګرو ته د بهرنيو هيوادونو ویزې نه ورکول کېږي او د پيسو د انتقال په برخه کې له ډېرو ستونزو سره لاس او ګریوان دي.

هغه د وچ انځرو د سوداګرو له پاره د ويزې د ورکړې او سفر کولو ترڅنګ غوښتنه کوي چې د پلورل شويو انځرو پيسې دې پر افغاني او نړيوالو بانکونو ورته حواله شي.
مدد خان وويل: «زموږ د انځرو سوداګري ترډېره پورې له هند هېواد سره ده، په نورو برخو کې ستونزې نشته مالونه روان وي خو پاکستان نورو کلونو ته په کتو سږکال زموږ څخه د انځرو او نورو توکو پرسره ماليات ډېر اخلي دلته بيا دا لويه ستونزه ده.»
دغه راز د وچو انځرو يو بل سوداګر فضل محمد اطلاعات روز ته وويل، سږکال يې د انځرو د حاصلاتو د کموالي له کبله دغه میوه په لوړه بیه رانیولې ده.
دی وايي، سږکال د بارانونو او نورو طبيعي افتونو له کبله په لېرو او نږدې ولسواليو کې د انځرو حاصلات زیانمن شوي نو ځکه ګران شوی دي.

هغه چې د کندهار له بېلابېلو ولسواليو وچ انځر راټولوي او بيا يې په صنعتي پارک کې پلوري وايي، د تېرو کلونو په پرتله سږکال په عمومي بازار کې د انځرو کاروبار ډېر کم شوی.
هغه د طالبانو له سرپرست حکومت څخه غوښتنه کوي ترڅو د ویزې په برخه کې د وچې مېوې سوداګرو ته اسانتياوې رامنځته کړي او شته ستونزو ته يې پر وخت رسېدګي وکړي.
د وچو انځرو دغه سوداګر زیاتوي: «اوس چې کله سوداګر بهرنيو هېوادونو ته انځر لېږدوي نو د خپلو پيسو له سرنوشت څخه خبر نه لري که هر چا پورته کړې او پر هره ولاړې بيا موږ هيڅ هم نه شو کولای، سوداګر بايد نورو بهرنيو ملکونو ته ولاړ شي او هلته بازارونه وګوري.»
دغه راز د انځرو باغ لرونکي وايي، طبيعي افتونو او بارانونو ډېر تاوانونه ور اړولي خو تراوسه یې چا لاس نيوی نه دی کړی.
د کندهار ژیړۍ ولسوالۍ کې د انځرو باغ لرونکي صديق الله اطلاعات روز ته وویل، سږکال يې ډېر کم حاصلات راټول کړي او د پلور له پاره يې بازارونو ته وړاندې کړي دي.
دی وايي، وروستيو بارانونو يې نږدې ۸۰سلنه د تازه انځرو حاصلات خراب کړي او نورو کلونو ته په کتو میوې افتونو وهلي دي.

د ده له قوله چې د ډېرو خلکو باغونه د سېلابونو له جاري کېدو سره يو ځای چپه شوي او ډېر زیانونه يې ورته اړولي دي.
د انځرو دغه باغ لرونکی له د طالبانو له سرپرست حکومت څخه غواړي ترڅو په راتلونکي کلونو کې ورسره د کرنې په برخه کې د زراعتي درملو مرسته وکړي او شته ستونزې يې پر وخت واوري.
نوموړی وايي، د اوبو نشتون يې د حاصلاتو له پاره ډېر ګران تمام شوی او ترڅنګ يې طبیعي افتونو هم ورته مخه کړې.
دده په وينا: «تاوانونه خو مو ډېر کړي، يو خو سږکال د کال په لومړيو کې اوبو شتون نه درلود بيا چې زموږ د حاصلاتو د ټولولو وخت راغی بارانونه او سېلابونه شروع شول، سږکال خو دادی تېر شوی راتلونکي کال ته اندیښنه لرو چې څنګه وکړو، زراعتي دواوې هم نلرو.»

د وچې میوې د اتحادیې مسوولین د پیکه بازار خبره کوي
کندهار کې د وچې ميوې د اتحاديې مسوولين وايي، تېرکال له دې ولايت څخه نږدې ۳۰زره ټنه انځر بهرنيو هيوادونو ته صادر شوي خو سږکال له دغه کاروبار خوښ نه بریښي او زیاتوي چې بازار یې پيکه شوی دی.
د کندهار د وچې مېوې د اتحاديې مشر حاجي عبدالاحد اکا اطلاعات روز ته وویل، تېر کال له یاد ولایت څخه نږدې ۳۰زره تنه انځر بهرنيو هيوادونو او په خاصه ډول هند هېواد ته صادر شوي.
د نوموړي په خبره، چې سږکال کندهار کې د انځرو کاروبار د بارانونو او افتونو له وجې پيکه شوی او په حاصلاتو کې يې د پام وړ کموالی راغلی.
هغه وايې، سږکال د انځرو رنګ تغير کړی او د خپل رنګ له کبله په بهرنيو بازارونو کې د نورو کلونو په پرتله ډېر فروشات نه لري.
دده په وينا: «سږکال چې زموږ د انځرو حاصلات استول شوي هلته پراته دي، تراوسه يې مثبتې پايلې نه دي ورکړي، هغه پيسې چې موږ پرې مصرف کړي هغومره موږ ته نه راګټي، بله خبره دا چې سږکال وچ انځر ډېر ګران شوي او له بلې خوا رنګ نه لري، د بارانونو له وجې يې رنګ له منځه تللی دی.»

هغه وويل، په عموم کې سږکال د وچو مېوو صادرات کم شوي او سوادګرو ته یې تاوانونه پېښ کړي دي.
د کندهار د وچې مېوې د اتحاديې مشر زياتوي، اوس مهال د وچو انځرو ترټول ډېر صادرات هند ته ترسره کېږي او له هغه ځايه نورو اروپايي او آسيايي هېوادونو ته استول کېږي.
دی وايي، د کندهار سوداګر د ويزو په ترلاسه کولو کې ډېرې ستونزې لري او نه شي کولای ترڅو هغه هېوادونو ته سفر وکړي چې دوی ورسره د سوداګرۍ اړيکې لري.
عبدالاحد اکا وايي، له يو کال راهيسې د بانکي سيستم د ستونزو له امله نه شي کولای څو خپلې پيسې په اسانۍ سره ترلاسه کړي او ددې ستونزې د حل غوښتنه کوي.
واک ته د طالبانو له رسیدو وروسته ملي سوداګر بهرنیو هیوادونو ته د تګ راتګ او د پیسو لیږ را لیږد برخه کې له جدي ستونزو سره مخ شوي او د پیسو د انتقال او بانکي ستونزو له امله نشي کولای چې په یو وار ډیر توکي له بهره وارد او یا صادر کړي.
