کندهار کې د ۴۰ کلبونو ترمنځ د کرکټ انټرکلب سیالۍ پېل شوې

اطلاعات روز: کندهار ولایت کې د افغانستان کرکټ بورډ ملي ادارې په لارښوونه تېره ورځ (شنبه، ۲۶ د وږي) د ۴۰ کلبونو ترمنځ د انټرکلب سیالۍ پېل شوې.

مسولين وايي، د کرکټ د دغو سياليو څخه یې موخه د تکړه او با استعداده لوبغاړو پيدا کول دي ترڅو ولایتي لوبډله کې ځای پیدا کړي.

کندهار کې د کرکټ امر محمد رفيع باسيل اطلاعات روز ته وویل، يادې سيالۍ د ۴۰ کرکټ کلبونو ترمنځ ترسره کېږي، چې يوه نيمه مياشت به دوام وکړي.

هغه وایي، اوس مهال کندهار کې ۶۰۰ ځوان لوبغاړي په رسمي ډول له دوی سره په کرکټ اخته دي او د غيرې رسمي لوبغاړو شمېر زرګونه تنو ته رسېږي.

هغه زیاتوي: «موږ کوښښ کوو چې کندهاري ځوانان په کرکټ کې لا پرمختګ وکړي، نورې سيالۍ هم په پام کې ورته لرو، يو نوی د کرکټ لوبغالی په عصري او معياري ډول باندې جوړو، غواړو چې د کرکټ په برخه کې د خپلو ځوانانو پر استعدادونو نور هم کار وکړو.»

همدارنګه په دغو سياليو کې لسګونه کندهاري لوبغاړو له بېلابېلو آرمانونو سره يو ځای ګډون کړی.

يو تن توپ اچونکي جمعه ګل همدرد اطلاعات روز ته وويل، خپل ټول کارونه یې پريښي او په سياليو کې يې ګډون کړی ترڅو راتلونکي کې یو ښه لوبغاړی شي.

دده په وينا: «موږ سږکال ډېر اميدونه لرو چې زموږ کندهاري لوبغاړو له منځه څخه به يو په ملي لوبډلې کې ولوبېږي.»

دغه لوبغاړی زیاتوي، چې کندهاري ځوانان په کرکټ کې ډیر استعدادونه لري که په ملي لوبډله ورته د لوبیدو چانس ورکړل شي ښه به وځلیږي.

د هیواد په ډیری ولایتونو کې هر کال د کرکټ انټرکلب سیالۍ د افغانستان کرکټ بورډ ملي ادارې لخوا د ځوان استعدادونو د نښه کولو په موخه ترسره کېږي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه