اطلاعات روز: خوست ولایت کې د طالبانو ولایتي مسوولین وايي، د دغه ولایت په مرکز کې د شیخ زايد پوهنتون د استادانو او کارمندانو د ښارګوټي چارې رسما پیل شوې، چې د دوی په خبره په ۲۰۸ جریبه ځمکه باندې به استادانو او د پوهنتون کارمندانو ته ۳۱۹ د استوګنې نمرې ووېشل شي.
په همدې موخه نن (شنبه، ۲۶ د وږي) په جوړو شویو مراسمو کې د طالبانو د ولایتي چارواکو سربېره د حکومت د پوهنې وزارت طالب مسوولینو هم ګډون درلود، د شیخ زاید پوهنتون اداري مرستیال وايي، د دغه ښارګوټي چارې له دې وړاندې د ځینو تخنیکي ستونزو له کبله ځنډېدلې وې او د هغه په وینا چې د پوهنتون په داخل کې د ځینو هغو پروژو کارونه هم پیل شوي چې پخوا یې د نامعلومو دلایلو له مخې کارونه ځنډېدلي و.
نوموړی وايي: «خوشبختانه د ښارګوټي د کارونو بیا پیل یو ښه ګام دی او په دې سره به د استادانو او د پوهنتون د کارمندانو هغه اړتیا پوره شي، چې اوس ورسره د استوګنې برخه کې مخ دي او زه تاسو ته ویلی شم، چې په پوهنتون داخل کې هم ځینې پروژې یا تر کار لاندې دي او یا یې هم کارونه بشپړ شوي دي، چې له دغې ډلې یې تدریسي روغتون دی، حیواني کلینیک لابراتوار شو او حقوقي کلینیک یادولی شو.»
د طالبانو د لوړو زده کړو علمي مرستیال دوکتور لطف الله خیرخواه که څه هم له پوهنتون مسوولینو او زده کړیالانو سره د هغوی د ستونزو د هواري ژمنه و نه کړه، خو ټینګار یې درلود، چې علمي قشر دې د خپل ثقافت او تاریخ ترجماني وکړي.
