ننګرهار کې د شاتو د حاصلاتو زیاتیدو په موخه د بېرو نوي باغونه جوړ شوي

انځور: کانال ریاست

اطلاعات روز: د ننګرهار ولايت د کانال رياست چارواکي وايي، په دغه ولايت کې يې د شاتو د حاصلاتو زیاتیدو په موخه د بېرو مصنوعي ځنګلونه او باغونه جوړ کړي چې سږکال په حاصل راغلي دي.

د مسوولينو په وينا د دغو باغونو په رغونې سره به سلګونه کسانو ته د کار زمينه برابره شي او ترڅنګ به يې د شاتو حاصلات زيات او د بېرې مېوه به هم بازار ته وړاندې شي.

د ننګرهار د کانال رياست وياند سيد همايون غريبمل اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل،  دغه ولايت کې د کانال ادارې تر چتر لاندې ۱۳۹۸ کال کې د بېرې ونو د ځنګلونو او باغونو د جوړېدو چارې پيل شوې.

غریبمل زياته کړه، د يادو باغونو ۲۱زره ونې په حاصل راغلي چې سږکال به ترې مېوه هم راټوله شي او د شاتو حاصلات به ورسره هم زياتوالی وکړي.

دی وايي، د بېرې د ونې شات په نړۍ کې ډېر شهرت لري او دغه راز د بېرې ونه هم د کال په ټولو موسمونو کې شنه وي چې د هوا د ککړتيا مخنيوي برخه کې هم مثبت رول لوبوي.

نوموړی وايي، سږکال د بېرو ونو تازه حاصل ورکړی او لا يې اټکل نه دی شوی چې څومره عوايد به ترې تر لاسه کړي، خو راتلونکو کلونو کې به يې د عوايدو کچه سلګونه زره افغانيو ته پورته شي.

دی وايي، تازه يو شمېر د شاتو مچيو روزونکو خپلې مچۍ د دغو ونو څنګ ته وړي خو راتلونکو کلونو کې به دغه باغونه مچيو روزونکو ته په قرارداد ورکول کېږي.

اخوا د شاتو د مچيو روزنکي وايي، د بېرو د ځنګلونو او باغونو د نشتوالي له امله دوی هر کال مجبورېږي، چې مچۍ په ډېر تکليف او له پيچلو قانوني پروسو وروسته پاکستان ته ولېږدوي او هلته په لوړ لګښت شات توليد کړي.

ننګرهار کې د شاتو مچيو د روزنکو فارمونو د اتحاديې مشر رياض احمد رودوال اطلاعات روز ورخپاڼې ته وويل، د باغونو نه موجوديت د شاتو د توليد او مچيو روزنې پر وړاندې لوی خنډ دی او د کانال ادارې له لوري د بېرې د باغونو جوړېدل يې ډېر ګټور ياد کړل.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، دلته د ځنګلونو او باغونو د کمښت له امله فارم لرونکي خپلې مچۍ د شاتو د توليد په موخه ګاونډ پاکستان ته وړي چې ورسره د شاتو نرخونه هم لوړېږي او ګټه يې هم له دغه هېواد سره نيمايي کېږي.

دی زياتوي، سږ کال په ننګرهار کې د شاتو مچيو فارم لرونکو له لوري ۵۵۰ ټنه شات توليد شوي دي.

د نوموړي په وينا د ننګرهار شات د هېواد مختلفو ولايتونو ته لېږل کېږي او ښه بازار لري خو تر اوسه يې نړيوال بازار ته لار نه ده پيدا کړې.

رودوال وويل، سږ کال په دغه ولايت کې د شاتو له حاصلاتو لږ تر لږه ۱۶۵ ميليونه افغانۍ ترلاسه شوي چې د تېر کال په پرتله پکې تر شل ميليونه افغانيو زياتوالی راغلی دی.

په ننګرهار کې د شاتو مچيو د روزنې يو فارم لرونکي ګل ولي اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وويل، ګاونډیو پاکستان او نورو هیوادونو ته د مچیو له انتقال ستړي شوي نو اړتیا ده چې په کور دننه ورته د پلوڅو او بېرو مصنوعي باغونه جوړ شي.

په دغه ولايت کې د شاتو د توليد لپاره د مچيو روزنې ۶۰۰ لوی او واړه فارمونه شته چې هر کال شاوخوا پنځه سوه ټنه شات توليدوي.

په ننګرهار کې د شاتو مچيو روزونکي وايي، تر دې وړاندې يې هر کال مچۍ د بېرې په موسم کې پاکستان ته لېږدولې چې ورسره د شاتو نرخونه لوړېدل.

ننګرهار چې یو کرنيز ولايت دی او ډېرې سيمې يې د کال اکثرو مياشتو کې شنې وي، د شاتو مچيو د روزلو لپاره مناسب ځاى دى.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه