پکتيکا کې دې د کرونا ناورغي د کنټرول لپاره اسانتياوې زياتې شي

خلک:

اطلاعات روز:  د پکتيکا ولايت اوسېدونکي وايي چې په دې ولايت کې د کرونا ناروغي د تداوي او مخنيوي لپاره شته اسانتياوې خورا کمې دي.

دوی وايي شته امکانات د دې ولايت پراخې جغرافيې او نفوس ته په کتو بسنه نکوي او د اړينو اسانتياوې د نشتوالي له امله پکې مثبت هم کمې ثبت شوې دي، په داسې حال کې چې خبره يې واقعي شمېرې تر ثبت شويو هغو خورا زياتې دي.

د مرکز ښرنې اوسېدونکی جان ولي پکتيکا کې د کرونا ناروغي پر وړاندې مباره د قناعت وړ نه بولي او وايي چې په دې اړه بايد تر دې زيات کار وشي.

ولي وايي چې ياد ولايت ۲۲ ولسوالي لري، چې په ولسواليو کې د معانياتو د اسانتياوو د نشتوالي سربېره آن ځينې خلک د دې ناروغي په اړه لازم عامه پوهاوی هم نلري.

نوموړي زياته کړه:«د کرونا د دويمې څپې په اړه تشويشونه زيات دي او که خدای نکرده داسې څه پېښ شي، ستونزې به لا زياتې شي، دولت بايد په دې اړه سر له اوسه اقدامات وکړي.»

د ښرنې يو بل اوسېدونکی عبدالله وايي چې په دې ولايت کې تر اوسه آن د کرونا ناروغي د معايناتو مرکز نشته او معاينات د زون مرکز ګردېز ته لېږل کيږي، چې په ځنډ يې پايله راوزي.

د ځوانانو د ټولنې يو تن غړي جانان نيوکه وکړه چې دې ولايت ته د کرونا ناروغي لپاره د وسايلو د پېرلو لپاره ځانګړې شوې بوديجه هم په سم ډول نده لګول شوې، چې په خبره يې ځکه چارواکي په دې اړه خلکو ته معلومات نه ورکوي.

هغه وايي:«که د کرونا په پيسو د اخيستل شويو توکو پوښتنه ونشي، خلکو ته يې ځواب ونه ويل شي او لېستونه شريک نشي، موږ به په دې اړه وزارت ته شکايت وکړو.»

يو تن ناروغ حکمت الله وايي چې پر کرونا ناروغي يې باور نه درلود او په دې اړه ځينې اورېدلې خبرې ورته اوازې ښکارېدې، خو وايي کله چې په زکام، ټوخي او ځان درد اخته شو او په روغتون کې يې د معايناتو په پايله کې د کرونا ناروغي څرګنده شوه، نو د دې ناروغي په جديت پوه شو.

شاوخوا ۵۰ کلن حکمت الله له خلکو غواړي چې په دې اړه لازم احتياط وکړي او ځان او نور خلک له دې ناروغي څخه خوندي وساتي.

نوموړي زياته کړه:«ځينو راته ويل چې نری رنځ دی، ځينو ويل چې يخ وهلی يې، خو دلته معلومه شوه چې کرونا نيولی يم. خلک بايد په دې اړه احتياط وکړي او دولت دې امکانات زيات کړي.»

د پکتيا ولايت د عامې روغتيا رياست هم مني چې په دې ولايت کې شته امکانات کم او ټولو خلکو ته بسنه نکوي.

د دې رياست مشر ډاکټر اسدالله رسولي وايي چې دوی يوازې د ښرنې په ملکي روغتون کې د کرونا لپاره لس بسترونه ځانګړي کړي، چې کافي ندي.

رسولي وايي چې دې ولايت ته د کرونا لپاره د وسايلو د پېر لپاره ورکړل شوې ۳۰ ميليونه افغانۍ په سم ډول مصرف شوې او په لوړ قيمت د ځينو توکو د پېر لامل هغه مهال د قرنطينونو، بازارونو تړل کېدو او د توکو د بيو لوړېدل و.

هغه زياته کړه:«پکتيکا کې ډېر خلک په کرونا اخته شوي، علايم يې لري او اوس به هم زيات عملا پرې اخته وي، خو د کم ثبتېدو علتونه يې دا دي چې خلک مراجعه نکوي او يا د ساحو د لرېوالي او اقتصادي ستونزو له امله لاسرسی نشي کولی. موږ دا مسايل له مرکز سره شريک کړي دي.»

پکتيکا کې تر اوسه د کرونا ويروسي ناروغي يوازې ۳۳۹ مثبت پېښې ثبت شوې دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه