اطلاعات روز: پکتیا کې له هغه وروسته چې د نجونو ښوونځیو د تړلو موضوع رسنیزه شوه او په کور دننه او بهر یې د خلکو توند غبرګونونه راوپارول، په دغه ولایت کې د طالبانو استخباراتو ریاست د پوهنې ریاست څلور کامندان د نامعلومو دلایلو له امله زنداني کړي دي.
په مرکز ګردېز کې یو تن زنداني شوي کارمند حکمت الله سحر ورور شفیق الله سحر وايي، ورور یې او هغه سره د نوموړي درې نور کارمندان له تېرو دوو ورځو راهیسې په پکتیا ولایت کې د طالبانو د استخباراتو له لوري زنداني شوي دي.
نوموړي که څه هم د خپل ورور د نیولو لامل یاد نکړ، خو ویې ویل، چې دغه کار له هغه وروسته شوی چې په مرکز ګردېز کې د طالبانو له لوري دنجونو ښوونځیو له تړل کېدو وروسته زده کوونکو په لاریون لاس پورې کړ او دغه مسله رسنیزه شوه.
د یو بل خبر له مخې چې تېره ورځ په پکتیا ولایت کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو لپاره ځانکړي شوي خصوصي ښوونځي هم د طالبانو له خوا وتړل شول.
