اطلاعات روز: طالبانو د پکتیا ډنډپټان ولسوالۍ پر پوله د دې ډلې د سرحدي ځواکونو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ د نښتې خبر ورکړ او ویلي یې دي، چې په دې نښته کې تلفات اوښتي.
د طالبانو د ویاند مرستیال بلال کریمي په یوه ټویټ کې لیکلي، چې دا نښته تېره ورځ (سې شنبه، ۲۲ د وږي) وروسته له هغه رامنځته شوه، چې طالب ځواکونو پر پوله د پاکستاني د پوځیانو د پوستې جوړولو مخه ونیوله.
هغه ویلي، چې د «اصولو» له مخې باید د ډیورنډ کرښې ته نږدې نظامي پوسته جوړې نه شي؛ خو د کریمي په وینا پاکستاني پوځیانو له پرون راهیسې ډیورنډ کرښې ته څېرمه د پوستې جوړول پیل کړي دي.
د طالبانو د ویاند مرستیال زیاته کړې، چې طالبانو غوښتل چې د پاکستان له پوځ سره خبرې وکړي؛ خو پاکستاني عسکرو پر طالبانو ډزې کړي او تلفات یې اړولي دي.
د کريمي په خبره، چې طالبانو ځوابي ډزې کړي او ښايي پاکستاني پوځيانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې وي.
دغه طالب وياند زياته کړې، چې دا موضوع تر څېړنې لاندې ده او د دواړو لورو مشرانو ته خبر ورکړل شوی دی.
پاکستان تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د پاکستان پوځ تر دې مخکې اعلان کړی چې لږ تر لږه درې پاکستاني پوځیان له افغانستان خاورې څخه د «ترهګرو» له خوا وژل شوي دي.
د پاکستان د پوځ له خوا په خپره شوې بیانیه کې ویل شوي، چې ترهګرو د افغانستان له خاورې څخه د خیبر پښتونخوا د کرم ولسوالۍ په کراچۍ سیمه کې پر پاکستاني ځواکونو ډزې کړې دي. په دې ډزو کې درې پاکستاني پوځیان وژل شوي دي.
په بیانیه کې ویل شوي، چې د پاکستان پوځ په ځوابي برید کې ترهګرو ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده.
تر دې دمه دا نه ده څرګنده چې ایا دا پیښه یو بل سره تړاو لري او که نه. طالبانو او د پاکستان حکومت په دې اړه جزیات نه دي ورکړي.
