اطلاعات روز: د پکتیکا برمل ولسوالۍ اړوند «مرغي» بازار کې چاودنه شوې چې له امله یې یو تن وژل شوی او ۱۰ نور ټپیان دي.
په سیمه کې ځايي سرچینو د نوم نه ښودلو په شرط اطلاعات روز ته وویل، چې دغه پېښه نن (چهارشنبه، ۲۳ د وږي) غرمه مهال رامنځته شوې او په خبره یې چې چاودیدونکي توکي په یو موټرسایلکل کې ځای پرځای شوي و.
سرچینې زیاته کړې چې په پېښه کې یو ملکي وګړی وژل شوی او د طالبانو په ګډون ۱۰ نور پکې ټپیان دي.
تر اوسه په دې ولایت کې د طالبانو امنیتي مسوولینو رسنیو ته څه نه دي ویلي او نه هم د پېښې مسوولیت کومې وسله والې ډلې په غاړه اخیستی دی.
د طالبانو راتګ وروسته دا په پکتیکا ولایت کې لومړی چاوده ده، چې مرګ، ژوبله له ځانه سره لري.
