درې پاکستاني پوځيان «له افغانستان څخه په ډزو کې» ووژل شول

Express Tribune

اطلاعات روز: د پاکستان پوځ اعلان کړی چې لږ تر لږه درې پاکستاني پوځیان له افغانستان خاورې څخه د «ترهګرو» له خوا وژل شوي دي.

د پاکستان ایکسپریس ټریبیون ورځپاڼې لیکلي، چې ښايي دا پیښه د اسلام اباد او کابل اړیکې نورې هم پیچلې کړي.

دغې رسنۍ لیکلي چې د طالبانو د موقت حکومت له ژمنو سره سره چې د افغانستان خاوره به د ګاونډي پر ضد نه کاروي، لا هم له هغې غاړې ترهګر د پاکستان لپاره یو امنیتي ګواښ دی.

د پاکستان د پوځ له خوا په خپره شوې بیانیه کې ویل شوي، چې ترهګرو د افغانستان له خاورې څخه د خیبر پښتونخوا د کرم ولسوالۍ په کراچۍ سیمه کې پر پاکستاني ځواکونو ډزې کړې دي. په دې ډزو کې درې پاکستاني پوځیان وژل شوي دي.

په بیانیه کې ویل شوي، چې د پاکستان پوځ په ځوابي برید کې ترهګرو ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده.

په دغه بیانیه کې راغلي، چې پاکستان د افغانستان له خاورې د پاکستان پرضد ترهګریز فعالیتونه په کلکو ټکو غندي او تمه لري چې افغان حکومت به په راتلونکي کې د دغه ډول فعالیتونو اجازه ورنکړي.

ایکسپریس ټریبیون لیکي، چې په کابل کې د حکومت له بدلون سره سره له افغانستان څخه د پولې پورې غاړې ترهګریز بریدونه نه دي بند شوي.

د دې رسنۍ په وینا، د اپریل میاشت کې د پولې پورې غاړې د یو لړ تروریستي بریدونو وروسته، پاکستان اړ شو چې د پولې په اوږدو کې یو لړ هوایي بریدونه ترسره کړي.

په دغه بریدونو کې پاکستان خوست ولایت کې ملکي وګړي بمبار کړل چې د طالبانو په وینا لسګونه کسان یې ووژل.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه