خپلمنځي جګړو پرديو ته په افغانستان کې د لاسوهنې زمينه برابره کړې

د پکتيکا اوسېدونکي:

اطلاعات روز: د پکتيکا ولايت اوسېدونکي وايي چې اوږدو جګړو هېواد ته ګڼ مادي او معنوي زيانونه اړولي، چې ځينې نه جبرانېدونکي دي او که دا جګړه ونه درول شي، نورې ويجاړۍ به هم رامنځته کړي.

دوی په هېواد کې روان جنګ کورنۍ جګړه وبلله او له وسله والو طالبانو يې وغوښتل چې له تېرو تجربو او د خلکو غوښتنو ته په پام دې اوربند او سوله وکړي.

د دې ولايت اوسېدونکي په برمل ولسوالي کې د سلګونه کسانو په ګډون د سولې اړوند جوړه شوې غونډه کې وويل چې د روانو جګړو له امله پرديو ته د هېواد په کورنيو چارو کې د لاسوهنې زمينه هم برابره شوې ده.

قومي مشر علي خان وايي چې د اوږدو جګړو له امله د ميليونه افغانانو کورونه ويجاړ شول، چې ګڼ يې لا هم په ګاونډيو هېوادونو کې په ناوړه حالت کې د مجبوري شپې، ورځې تېروي.

خان وويل چې له اوسني ناوړه حالت څخه د راوتو لپاره بايد افغان سياسيون او د ټولنې ټول قشرونه په يو يووالي ګډ کار وکړي.

نوموړي زياته کړه:«نن پاکستان هم زموږ په چارو کې دخالت کوي، اېران، چين او نورو ملکونه هم؛ دا که موږ له خپله لاس نه وای زخمي شوي، په خپلو کې نه وای سره ککړ، نو هيچا موږ ته د پورته کتلو جرات نشوای کولی. نور بايد ټولې غاړې د هېواد ابادي ته کار ووايي او خپل افغانيت ثابت کړي.»

د غونډې بل ګډونوالو او د ځوانانو یو مشر منصور حيدر وايي چې د روانو جګړو له امله په نړۍ کې د افغانستان حيثیت خورا زيانمن شوی او په کار ده چې د دې او نورو ستونزو د حل لپاره جګړه ودرول شي.

حيدر له نړيوالې ټولنې غوښتنه وکړه چې د جګړې تمويلوونکي وځپي او د سولې لپاره پر وسله والو طالبانو فشار راوړي.

هغه وايي:«له دې نيابتي او سړو، تودو جګړو چې موږ خپله ځان ونباسو، نور څوک مو نه غم کوي او نه مو وباسلی شي. موږ پر نړيواله ټولنه او ملګرو ملتونو هم نيوکه لرو، چې په ښکاره روان بدرنګه حالات، د ترهګرو ملاتړي او هره ورځ د طالبانو لخوا پېښېدونکي جنګي جنايتونه ويني، خو چپه خوله دي.»

حاجي قيوم له ځوانانو غواړي چې په خپلو کې د ملي ارزښتونو په اړه د سالمو بحثونو او افهام له لارې ځوانان د جګړې او تشدد له ناوړه لارې راوګرځوي او په دې اړه ګډ کار وکړي.

قيوم زياته کړه چې ځينې بهرنۍ کړۍ د سولې او ځينو نورو چارو کې په مغرضانه لاسوهنو د ملي پروسو ګډوډول غواړي او پر دولت او د وسله والو طالبانو پر مشرتابه غږ کوي، چې دې مسلې ته ځير واوسي.

هغه وايي:«نور بايد ځان وپېژنو، دومره تجربې چې افغانان لري، بل يې هيڅوک نلري. نن زموږ د خپلې بدبختۍ له امله چين او نور ګاونډيان هم دلته وحشتونه شروع کوي. زموږ ټولو غوښته او ناره سوله او کراري ده.»

که څه هم د افغانانو سربېره د اسلامي هېوادونو دولتونو او ديني عالمانو او ځينو نورو هېوادونو له وسله والو طالبانو د اوربند او سولې غوښتنه کړې، خو يادې ډلې تر اوسه په دې اړه مثبت غبرګون ندی ښودلی.

د دولت او وسله والو طالبانو تر منځ د مخامخ خبرو په اجنډا کې د حکومت لخوا يو لومړی وړانديز اوربند دی، خو وبه ليدل چې يوه اونۍ وروسته په دوحه کې په پيلېدونکو خبرو کې به په دې اړه د يادې ډلې ځواب څه وي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه