ننګرهار کې یوه میرمن او هلک د نامشروع اړیکو په تور وژل شوي

انځور: ارشیف

اطلاعات روز: ننګرهار کې ځایي سرچینې وایي، د دې ولایت په ښېوې ولسوالۍ کې یوه میرمن او هلک د نامشروع اړیکو درلودلو په تور وژل شوي دي.

د ننګرهار د کوز کونړ یا ښېوې ولسوالۍ ځایي اوسیدونکي غلام محمد اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې تیره ورځ (دوشنبه، ۲۱ د وږي) د دې ولسوالۍ په مربوطاتو کې یوه میرمن او هلک ځایي خلکو د نامشروع اړیکو پرمهال نیولي او بیا یې ځایي طالب چارواکو ته سپارلي دي.

نوموړی زیاتوي، ځایي چارواکو د جوړ جاړي له مخې میرمن او هلک په يوه موټر کې له يوه امنيتي کس سره دره نور ولسوالۍ ته ليږل، چې هلته د ميرمنې د کورنۍ غړي د ښېوې ولسوالۍ اړوند په« سورچ کلي» کې ورته مخې ته راوتلي او دواړه يې په ډزو وژلي دي.

د ده په خبره، هغه امنيتي کس چې دوی یې ليږدول هغه بيا له پېښې وروسته طالبانو نیولی دی.

دی وایي، وژل شوي هلک او میرمن دواړه د دره نور ولسوالۍ اوسیدونکي وو او همدارنګه وژل شوې میرمن دوه اولادونه هم درلودل.

هڅه مو وکړه د یادې پېښې په اړه د ننګرهار د امنیې قومندانۍ د چارواکو نظر هم ولرو، خو بریالي نشو.

په دې وروستیو کې د ننګرهار په لېرې پرتو سیمو کې دا ډول ناموسي وژنې زیاتې شوي چې لامل یې کورنی تاوتریخوالی او بې سوادي بلل کیږي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه