اطلاعات روز: د سویل ختیځ زون په مرکز پکتیا کې ځايي مخورو له طالبانو غوښتي، چې د خلکو له غوښتنې سره سم دې له شپږم ټولګي پورته نجونو ته د زده کړو اجازه ورکړي، د دوی په خبره چې د زده کړو پر وړاندې ځنډ رامنځته کول د حل لاره نه ده او د ښوونځیو د دایمي خلاصون لپاره دې کوټلي ګامونه واخیستل شي.
دوی همدا راز د طالبانو د پوهنې سرپرست وزیر هغه څرګندوې هم غندلې، چې ویلي یې دي د لېرې پرتو سیمو خلک نه غواړي خپلې لوڼې ښوونځیو ته واستوي.
پکتیا والو یې په غبرګون کې دا د هغه شخصي نظر بللی او زیاته کړې یې ده، چې د طالبانو حکومت دې د پوهنې ضد څېرې له خپلو لیکو وباسي.
په مرکز ګردېز کې یو قومي مشر چې ځان یې نیازمحمد معرفي کاوه له اطلاعات روز سره په ټیلیفوني خبرو کې وویل، دوی له تېر یو کال راهیسې دې ته په تمه و، چې د نجونو ښوونځیو لپاره به طالبان طرحه جوړه کړي، خو له اوږدې مودې تېرېدو وروسته معلومه شوه، چې هغوی د ښوونځیو د خلاصون اراده نه لري.
نوموړي زیاته کړه، چې طالبان دې له هغو کړنو پر وړاندې خنډ نه جوړوي چې په اسلام او افغاني ټولنه کې ورکړل شوي دي.
که څه هم په ټولنیزو رسنیو کې ځینې داسې اوازې خپرې شوې چې په پکتیا کې د قومي جرګې له لارې له طالبانو غوښتل شوي، چې له شپږم ټولګي پورته د زده کړو لپاره د نجونو ښوونځي پرانیزي، خو په اړه یې تر اوسه کره معلومات له رسنیو سره نه دي شریک شوي.
دوه ورځې وړاندې د طالبانو د پوهنې سرپرست نورالله منیر ارزګان ولایت ته په سفر کې ویلي و، چې په هیواد کې د لېرې پرتو ولایتونو او سیمو اوسېدونکي نه غواړي، چې په خپلو لوڼو عصري زده کړې وکړي، د هغه دې خبرې په کور دننه او بهر توند غبرګونونه راپارولي دي.
