طالبانو پنجشیر کې د «مقاومت جبهې» اته اسیران په ډزو وژلي

انځور: اطلاعات روز ته استول شوی

اطلاعات روز: پنجشیر ولایت کې باوري سرچینې وايي، چې طالبانو د «مقاومت جبهې» اته اسیران په ډزو ویشتلي دي.

یاده پېښه د دوشنبې شپه (۲۱ د وږي) د پنجشېر په دره ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.

لږ تر لږه دوه ځایي سرچينې وايي، چې په وژل شويو کسانو کې د يارمحمد په نوم د «مقاومت جبهې» قومندان او د هغه دوه ځوان زامن هم شامل دي.

يوې سرچينې اطلاعات روز ته وويل، دغه کسان د پنجشېر خنج ولسوالۍ د شابه قرارګاه پورې مربوط وو، چې دوه ورځې وړاندې پېشغور قرارګاه کې د مېشتو سرتېرو مرستې ته تللي وو.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، قومندان يارمحمد او ملګري يې شابه قرارګاه ته بیرته تګ پرمهال د «چشمه آب» سیمه کې پېشغور قرارګاه نه نږدۍ د طالبانو له کمین سره مخ او اسیر شوی وو.

سرچینه زیاتوي، چې طالبانو نیول شوي کسان دره ولسوالۍ ته بیولي او بیا یې په ډزو وژلي دي.

په هغو دوو ویډیويي کلیپونو کې چې سرچینې اطلاعات روز ته لېږلي، لیدل کېږي چې طالبانو د «مقاومت جبهې» اسیرانو لاسونه شاته تړلي دي.

طالبانو او د «مقاومت جبهې» تر اوسه په دې اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي.

د کابل په شمال کې د پنجشیر ولایت له تېر یوه کال راهیسې د طالبانو او «مقاومت جبهې» ترمنځ د جګړو شاهد دی. طالبانو تر دې وړاندې هم په دغه ولایت کې د «مقاومت جبهې» له اسیرانو څخه سرونه پرې کړي وو.

په وروستیو ورځو کې د پنجشیر ولایت ځینې برخې د طالبانو او «مقاومت جبهې» ترمنځ د نښتو شاهدې دي. د «مقاومت جبهې» ادعا کړې چې په دغو نښتو کې طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه