د ننګرهار لعلپورې ولسوالۍ اوسیدونکي د مخابراتي شبکو له کمزوري فعالیت شکایت کوي

اطلاعات روز: د ننګرهار د لعلپورې ولسوالۍ اوسیدونکي د مخابراتي شبکو له ټکني فعالیت شکایت کوي او وایي، د مخابراتي شبکو دکمرزوري فعالیت له امله یې اړيکې ژر نه وصل کيږي او ډیر کله د اړيکو نیولو لپاره لوړو غرونو ته پورته کیږي، چې دا د ډیرو له وس پورته ده.

د یادې ولسوالۍ د چکنور، ریناو پرچاو او پلوسۍ سیمې اوسیدونکو او ملک محب جان اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل، چې دوی د ټیلیفوني اړیکو ټینګولو لپاره د غوړیو له خالي پلاستیکي بوشکو څخه د انتن په موخه ګټه اخلي.

ملک محب جان زیاته کړه:«په لعلپورې ولسوالۍ کې مخابراتي شبکې هیڅ کار نه کوي نه یې د ولسوالۍ مرکز سره نیږدې کوي او نه په لېرې سیمو کې په خاص ډول په ریناو پرچاو او همدارنګه په پلوسۍ سیمه کې خو خلک د اړیکو نیولو لپاره غرونو او یا لوړ ځای ته خیژي او د انتن لپاره له پلاستکي پوشکو کار اخلي؛ غوښتنه مو دا ده چې باید د مخابراتي شبکو په برخه کې شته ستونزې حل شي.»

د لعلپورې ولسوالۍ اوسیدونکي همداراز وایي، چې په دې ولسوالۍ د مخابراتي شبکو فعالیت په نشت حساب دی او په ځينو هغو سيمو کې یې پوښښ دومره کمزوری دی، چې له امله خلک ډیر کله د خپلو خپلوانو د خوښیو په مراسمو کې له ګډون بې برخې کیږي.

د یادې ولسوالۍ د چکنور سیمې اوسیدونکی عبید الله نيوکه کوي چې مخابراتي شبکو هغه ډول خدمات نه دي وړاندې کړي څنګه چې د خلکو غوښتنه ده.

په همدې حال کې د ننګرهار لپاره د طالبانو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ رییس قاري احمد د لعلپورې ولسوالۍ په ګډون د دغه ولایت په ځینو ولسوالیو کې د مخابراتي شبکو د تت فعالیت ستونزه مني.

نوموړی وایی، په داسې یو پلان کار کوي چې په پلي کیدو سره به یې د ننګرهار په مرکز او ولسوالیو کې د مخابراتي شبکو په برخه کې شته ستونزې حل شي.

د مخابراتي شبکو له فعالیت وروسته له هغې شکایتونه زیاتېږي، چې ډېری خلک خپل ورځني کارونه په ښار او ولسوالیو کې په تیلیفوني اړیکو کنټرولوي.

عام خلک وایي، په اوسنۍ پرمختللي دور کې دا ستونزه د اندېښنې وړ ده او حکومت باید ورته حل لار وګوري.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه