زابل کې یواځینی شخصي موزیم د بندیدو له ګواښ سره مخ دی

اطلاعات روز: زابل ولايت کې د دولتي موزيم نشتون ترڅنګ اوس يواځینی شخصي موزيم هم د امکاناتو نشتون له کبله د بندېدو له ګواښ سره مخ دی.

په تېرو کلونو کې زابل کې هيڅ موزيم شتون نه درلود چې ورسره يو وخت د دغه ولايت ټول تاريخي اثار د نورو ولايتونو موزيمونو ته انتقالیدل خو، د سرنوشت په اړه يې کره معلومات هم په لاس کې نشته چې په خپل ځای دي او که بهر ته قاچاق شوي دي.

په دغه ولایت کې نه کوم دولتي موزیم شته او نه هم ارشیف، یواځې د رحمتي په نوم یو شخصي موزیم شته چې هغه هم په یوه کرایه کور کې جوړ شوی دی.

رحمتي موزیم

زابل کې د رحمتي موزيم د بنسټ ډبره د نجيب الله رحمتي آغا له لوري په کال ۱۳۹۵ لمریز کال کې د دې ولایت په مرکز قلات کې ایښودل شوې ده.

نجيب الله رحمتي آغا اطلاعات روز ته وويل، اوس مهال د ده په لاس جوړ شوي موزيم کې څه باندې دوه سوه ډوله بېلابېل تاريخي اثار موجود دي او خلک يې ليدو ته ورځي.

زابل کې د رحمتي شخصي موزیم د بنسټ ډبره په ۱۳۹۵ لمریز کال ایښودل شوې او څه باندې ۲۰۰ ډوله تاریخي اثار دلته ساتل کېږي. انځور: اطلاعات روز

دی وايي، داسې تاریخي اثار هم په دغه موزیم کې شته چې لرغونتوب یې ان تر اوومې پیړې پورې رسیږي.

نوموړی زیاتوي، تر دې دمه یې په اقتصادي برخه کې کوم چا مرسته نه ده کړې خو، د طالبانو حکومت له لوري د دوه جريبه ځمکې وعده ورکړل شوې ده.

د ده په خبره، چې د‌ موزيم له پرانيستلو وروسته يو شمېر ځوانانو تاريخي اثار ورته ډالۍ کړي او هلته يې د ليدو له پاره اېښي دي.

رحمتي آغا د طالبانو له سرپرست حکومت څخه غوښتنه کوي ترڅو د زابل د تاريخي اثارو د قاچاق مخه ونيسي او په پالنه کې یې خپلې هڅې ګړندۍ کړي.

هغه وویل: «په اقتصادي برخه کې خو تراوسه چا مرسته نه ده راسره کړې که حکومت وي او که موسېسات بايد ټول زموږ لاسنیوی وکړي، د افغانستان نورو ولايتونو او ګاونډي هېوادونو ته بايد د زابل د تاريخي اثارو د قاچاق مخنيوی وشي.»

د زابل اوسیدونکي

د زابل اوسېدونکي بيا په دغه ولايت کې طالبانو له سرپرست حکومت څخه غوښتنه کوي ترڅو د شخصي موزيمونو پرځای يو دولتي موزيم جوړ کړي او ټول تاريخي اثار هلته وساتي.

د زابل یوه اوسیدونکي وسیع الله اطلاعات روز ته وويل، د طالبانو حکومت بايد له کورونو څخه ټول تاريخي اثار راغونډ کړي او يو دولتي موزيم ورته پرانيزي.

خلک وایي، زابل کې دې یو دولتي موزیم جوړ شي ترڅو ټول تاریځي اثارو څخه په سم ډول ساتنه وشي. انځور: اطلاعات روز

دی وايي، دولتي موزيم ته هر څوک ورتلای شي او ترڅنګ يې د سیلانیانو توجو هم ور اوړي څو دغه ولايت ته سفر وکړي.

د ده په خبره چې د افغانستان تاريخي اثار پنځه زره کلن تاريخ لري او واکمن حکومت بايد د لرغونو اثارو په ساتنه کې تر خپله وسه هلې ځلې وکړي.

وسيع الله زیاتوي، زابل کې نور داسې کورونه هم شتون لري چې خلک پکې تاريخي اثار په پټه ساتي او دا يې د طالبانو د حکومت دنده وګڼله ترڅو د ټولو تاريخي اثارو له پاره ځانګړی دولتي موزيم جوړ کړي.

ده زیاته کړه: «دولت مکلف دی چې موزيم جوړ کړي او د هغه د ساتنې لپاره ځانګړي کسان په دندو وګماري، دلته ډېرو کسانو په خپلو کورونو کې تاريخي اثار پټ ساتلي هغه ټول بايد را ويستل شي او دولتي ځای ته انتقال شي.»

خو د زابل ځينې اوسيدونکي بيا زياتوي چې د دا ډول ځايونو ساتنه بايد وشي او په لاس نيوي کې یې د طالبانو حکومت مکلف ګڼلی.

د سيد احمد په نوم یوه کس اطلاعات روز ته وویل، زابل کې ډېر تاريخي ځايونه او اثار شتون لري خو د تراوسه کوم دولتي موزيم نه دی ورته جوړ شوی.

دی وايي، تاريخي اثار له تېرو کلونو او نيکونو څخه ورپاتې ميراثونه دي او بايد د راتلونکي نسلونو د پوهاوي او ليدو له پاره ورڅخه ښه ساتنه وشي.

سيد احمد زیاتوي، چې ډ تاريخي اثارو له منځه تلل د‌ هېواد د پنځه زره کلن تاريخ ختمېدل دي او اوس مهال په دغه ولايت کې تر ډېره لرغوني اثارو ته پاملرنه نه کېږي.

د ده په خبره: «که خلکو ته تاريخي اثار ورمعلوم وي، حکومت دې خبر کړي او يا دې خپله موزيم ته راوړي، بايد د دې ډول ځايونو ښه ساتنه وشي، که دغه اثار په ښه ډول وساتل شي نو زرګونه کلونه به نور هم دوام وکړي.»

دی له خلکو غواړي ترڅو لاړشي او د خپل ولايت ترڅنګ د نورو ولايتونو له موزيمونو او تاريخي اثارو څخه هم ليدنه وکړي.

د ده له قوله چې د تاريخي اثارو او اسنادو په ليدو سره به خلکو ته دا په ډاګه شي چې څنګه بايد خپل تاريخ له يو نسل څخه بل نسل ته انتقال کړي.

په همدې  حال کې د زابل ولايت د اطلاعات او فرهنګ رياست لپاره د طالبانو مرستيال شرافت وياړ وایي، چې حکومت يې د تاريخي اثارو ساتنې ته ژمن دی او د دغه ډول موزيم د جوړېدو هرکلی کوي.

د زابل د اطلاعاتو او فرهنګ رياست مرستيال وويل، د دغه موزيم او تاريخي اثارو د ودې له پاره به په ټول توان هڅې وکړي.

زابل کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست وایي، په دغه ولایت کې د تاریخي اثارو لپاره جوړ شوي ځایونو ملاتړ کوي او د اړتیا په صورت کې به یې لاسنیوی هم وکړي. انځور: اطلاعات روز

نوموړي زیاته کړه، د تاريخي اثارو ساتنه د افغاني تاريخ او فرهنګ بيا راژوندي کولو په معنا دي او په کومو برخو کې چې د طالبانو د حکومت مرستو ته اړتيا وي نو لاسنیوی به یې وکړي.

د هغه په خبره: «دا يو غوره اقدام دی او په ټوله کې دغه کړنه زموږ د فرهنګ يوه مهمه برخه ده، په کومو برخو کې چې زموږ همکاري ته اړتيا وي موږ به يې ستونزو ته پر وخت ځان ور ورسوو، موږ د دغه او دې ډول نورو موزيمونو د هغو کړنو ستاينه کو چې تاريخي اثار ساتي.»

دا په داسې حال کې ده چې زابل ولايت کې د دولتي موزيم نشتون ددې سبب شوی ترڅو خلک تاريخي ثار په خپلو کورونو کې وساتي او يا هم شخصي موزيمونه ورته جوړ کړي.

همدارنګه د زابل ولايت يو شمېر تاريخي اثار او اسناد د تېرو جګړو پر مهال يا ورک شوي او يا هم نورو هېوادونو ته قاچاق شوي دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه