د سولې خبرو دویم پړاو به په ټاکلې نېټه او قطر کې تر سره شي

اطلاعات روز: د ملي پخلاینې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله وایي، د سولې دویم پړاو خبرې به په ټاکې نېټه (د مرغومې ۱۶مه) په قطر هېواد کې پیل شي.

د ملي روغې جوړې عالي شورا په خپره کړې خبرپاڼه کې راغلي، چې ښاغلي عبدالله نن (یکشنبه، ۷ مرغومې) په سپېدار ماڼۍ کې د یادې شورا د رهبرۍ کمېټې د دویمې ناستې په دویمه ورځ ویلي، چې قطر هېواد د کرونا په کړکېچن حالت کې د افغان سولې دویم پړاو خبرو ته تیاری ښودلی دی.

د ښاغلي عبدالله په وینا، «قطر د سولې خبرو اترو د لومړي پړاو کوربتوب په غاړه لاره، د سولې خبرو اترو د ملاتړ کوونکي هېواد په توګه یې د دویم پړاو خبرو اترو کوربتوب ته د کوېډ ۱۹ په بحراني حالت کې تیاری وښوده او له دې خبرو یې ملاتړ وکړ.»

په دې ناسته کې دغه راز ګډونوالو د ژر اوربند د اړتیا ترڅنګ په ځینو نورو مهمو مواردو هم خبرې کړې دي.

دغه راز پرېکړه شوې چې قطر ته د مرکچي پلاوي له تګ وړاندې یوه تخنیکي ډله رامنځته شي، څو د افغانستان اسلامي جمهوریت لومړیتوبونه برابر او جوړ کړي او د رهبرۍ کمېټې له منلو وروسته پرې مرکچي پلاوی د ملاتړیز لارښود په توګه عمل وکړي.

د خبرپاڼې په وینا، «په خبرو اترو کې د لومړیتوبونو پر ټاکلو، په فکري او رواني ډول د مرکچي پلاوي پر ډاډه کولو، د ملي اجماع د روحیې پر پیاوړي کولو، د سولې داعیې پر ټولشموله کولو، د ژر اوربند په په ضرورت، د بې ګناه افغانانو د وژنې او وینې توېدنې پر ژر درېدو، د افغانانو په اساسي حقونو او د بیان پر ازادۍ بحث او د نظرونو تبادله وکړه.»

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې حکومتي لوړپوړو چارواکو ویلي و چې د افغان سولې دویم پړاو خبرې دې په کور دننه افغانستان کې تر سره شي.

خو کابل کې یوې غونډه کې د ملي پخلاینې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله ویلي و چې دویم پړاو خبرو ته د ځای ټاکنه باید دا خبرې له خنډ او ځنډ سره مخ نه کړي.

که څه هم د المان او ناروې په ګډون ځینو نورو هېوادونو هم د افغان سولې خبرو کوربه توب ته سینه ډبولې ده، خو اوس ملي پخلاینې شورا د دویم پړاو خبرو لپاره بیا هم قطر هېواد وټاکه.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه