د کابل–جلال اباد لویې لارې د یو پول نړیدو له امله خلک شکایت کوي

انځور: اطلاعات روز

اطلاعات روز: د ننګرهار ولايت يو شمېر اوسېدونکي او د کابل – جلال اباد لويې لارې مسافر او موټر چلوونکي شکايت کوي، چې د جلال اباد ښار د اوومې ناحيې اړوند د« نظراباد» په سيمه کې د دغې لويې لارې د يوه پول نړېدو خلکو ته د تګ راتګ پرمهال ستونزې جوړې کړې دي.

دوی وایي، یاد پول شاوخوا مياشت وړاندې د سيلاب له امله ونړېد چې ځایي چارواکو د خلکو د تګ راتګ لپاره موقتي لاره جوړه کړې، خو پول لا هم نه دی رغول شوی.

د نظراباد سيمې اوسیدونکو بلال احمد اطلاعات روز ورځپاڼې ته وويل، په سيمه کې د ګڼې ګوڼې ترڅنګ، د سړک خرابوالي له امله ګردونه هم پورته کېږي، چې د شاوخوا ځایي خلک یې په تنفسي ناروغيو اخته کړي دي.

دوی ټینګار کوي چې ځایي طالب چارواکي دي، د دغه پول د بيا رغونې لپاره جدي اقدامات ترسره کړي.

بلال احمد زیاتوي: «له یوه میاشت ډیر وخت وشو چې دغه پول د سیلابونو له امله ویجاړ شوی، خلکو ته یې غټ سرخوږی جوړ کړی، طالبانو ژمنې کړي، دا دی مياشت نه زيات وخت وشو نه دی جوړ شوی، که اساسي غم يې ونه خوړل شي نو دا ستونزه به همداسې دوامداره وي.»

د کابل – جلال اباد لويې لارې یو موټر چلوونکي ګل نبي اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وويل، چې د دغه پول د نړېدو له امله مسافر ډېر په ستونزه کې وي او لويه ستونزه هغو کسانو ته وي چې خپل ناروغان له جلال اباد څخه کابل او يا هم له لغمان ولايت څخه ننګرهار ته انتقالوي.

دی زیاتوي ډېر کله د سهار او مازيګر لخوا د ګڼې ګوڼې زياتوالي له امله له نيم ساعت نيولې تر درېيو ساعتونو پورې بند پاتې کېږي.

اخوا د ننګرهار ولايت لپاره د طالبانو د ټولګټو چارو رییس مولوي یارمحمد محمدي وایي، چې د پول ډېزاين او سروې چارې ترسره شوي او ډاډ ورکوي چې د دغه پول د جوړېدو اساسي کار به په نږدې وختونو کې پيل او د خلکو ستونزه به حل کړي.

محمدي زیاته کړه: «د ننګرهار ټولګټو چارو ریاست په همغږۍ له وزات څخه یو ټیم د نظر اباد سیمې ته د یاد پل د سروې په موخه راغلی و، خلکو ته ډاډ ورکوو، چې په نیږدې وخت کې به پل په اساسي ډول جوړ کړو.» 

په ورته وخت کې د ننګرهار د مرکز اړوند جلال اباد ښاروالۍ مسوولين وايي، د دغه پول جوړېدو مسووليت د ټولګټو رياست تر غاړې دی، خو که هغوی يې امکانات ونه لري نو دوی به يې د پول د جوړېدو اقدام وکړي.

دجلال اباد ښاروالۍ لپاره د طالبانو وياند بختي جان مراد اطلاعات روز ورځپاڼې ته وويل، د ټولګټو چارو رياست له لوري د پول ډېزاين او سروې کار خلاص شوی چې په نږدې وختونو کې به د بودېجې په پيدا کولو سره د دغه پول د جوړېدو کار پيل کړي.

دی وايي، بيا هم د ښاروالۍ له لوري ټولګټو چارو رياست ته ډاډ ورکړل شوی که د دغه پول د جوړېدو امکانات يې نه وي نو دوی به په دغه برخه کې مرسته وکړي او د خلکو ستونزه به حل کړي.

د ننګرهار ولايت د بېړنيو پېښو پر وړاندې د چمتوالي ادارې د معلوماتو پر اساس تېره يوه مياشت دغه ولايت په بیلابیلو سیمو کې  د سيلابونو راوتلو له امله شپږ لوی او واړه پولونه نړېدلي، لسګونه کيلومټره سړکونه تخريب شوي او سلګونه جريبه کرنيزه ځمکه هم اوبو لاندې کړې ده.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه