اطلاعات روز: پکتيا کې ځايي سرچينې وايي، د دغه ولايت په مرکز ګردېز کې د شپږم ټولګي پورته هغه ښوونځي بيرته د زده کوونکو پر مخ تړل شوي، چې له تېرو دوو اونیو راهيسې پرانيستل شوي وو.
دغه ښوونځي نن ورځ (شنبه، ۱۹ د وږي) بیرته تړل شوي چې وروسته سلګونه زده کوونکي د ښار لارو کوڅو ته راوتلي او په لاريون يې لاس پورې کړی دی.
يوې ځايي سرچينې د نوم نه ښودلو په شرط اطلاعات روز ته وويل، چې له دغې پرېکړې وروسته نجونو د ښوونځيو دروازو مخې ته وير پيل کړی دی.
پکتيا ولايت کې د طالبانو ولايتي مسوولينو تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.
