اطلاعات روز: د طالبانو د حکومت د رسنیو د مرکز مشر انعام الله سمنګاني د پاکستان پر وړاندې د افغانستان کرکټ لوبډلې له ماتې وروسته د کرکټ د مینه والو د احساساتو په غبرګون کې ویلي، چې دا لوبه نه د دوو هېوادونو ترمنځ جګړه وه او نه هم د اسلام او کفر، بلکې یوه لوبه وه، چې ټول عمر دوام لري.
افغانستان کرکټ لوبډلې تېره شپه (چهارشنبه، ۱۶ د وږي) په یوه توده، سخته او پر تلاشه لوبه کې د پاکستان پر وړاندې ماتې ومنله.
د دې لوبې په ترڅ کې پاکستاني لوبغاړي اصف علي د افغان لوبډلې له یوه لوبغاړي فرید ملک سره لفظي شخړه وکړه. پر خواله رسنیو د افغان کرکټ لوبډلې مینه والو د پاکستاني لوبغاړي پر یاد چلند پراخې نیوکې کړي او دغه کړنه یې غندلې ده، ځینو خو یې ان د کرکټ له نړیوالې شورا غوښتي چې اصف علي ته رسما سزا ورکړي.
د لوبې په پای کې د افغانستان او پاکستان نندارچیانو یو بل سره نښته کړې. په خپرو شوېو ویډیویي کلیپونو کې لیدل کیږي چې افغان نندارچیان د لوبغالي پر څوکیو پر پاکستاني کرکټ مینه والو ګوزارونه کوي. د افغان نندارچیانو پر یادې کړنې هم توندې نیوکې شوي.
د پاکستان او افغانستان ترمنځ د تېرې شپې فزیکي چلن او لفظي شخړې پر خواله رسنیو پراخ غبرګونونه راپارولي دي.
د دغو غبرګونونو په درشل کې د طالبانو د حکومت د رسنیو مرکز مشر انعام الله سمنګاني ویلي، چې کرکټ یوه لوبه ده، ګټونکي او بایلونکي لري.
نوموړي پر خپل ټوېټر لیکلي: « دا لوبه هر کال او څو ځلي په مختلفو ځایونو کې کیږي، دا لوبی ټول عمر دوام لری، چې داځلی هم نه اولنۍ ده او نه هم اخرنۍ، نو مینهوال دی ډیر جدی کیږۍ ورته نه، دا نه ده دوو هیوادونو جنګ ده او نه هم ده اسلام او کفر.»
