اطلاعات روز: پاکستانیو رسنیو خبر ورکړی، چې له افغانستان څخه د تازه او وچې مېوې له ۲۰۰ زیاتې بار وړونکې لارۍ د چمن ګمرک کې د ګمرکي تعرفې د زیاتوالي او له افغانستان څخه د مېوو د وارداتو د ځنډ او د تازه مېوې د واردونکو د اعتراض له امله ولاړې دي.
د پاکستان د ډان ورځپاڼې د راپور له مخې، په افغانۍ مېوه ګمرکي تعرفه په هر ټن کې له ۲۰زره روپیو څخه ۹۵ زره روپیو ته لوړه شوې ده.
د ګمرک مسوولین وايي، څه باندې ۲۰۰ لارۍ چې له سپین بولدک څخه چمن ته ننوتلي او د پاکستاني واردونکو لپاره یې میوې بار کړي، په ګمرک کې ولاړې دي، ځکه چې واردونکي د نوې تعرفې له مخې مالیې ورکولو ته چمتو نه دي.
انګور، انار او نورې موسمي مېوې چې په لاریو کې بار دي، که تر درې ورځو پورې ګمرکونه خلاص نه شي، خرابېږي.
د ترخیص او لیږد رالیږ مسوولینو ویلي، تر هغه چې نوې تعرفه نه وي ټاکل شوې له افغانستان څخه به د مېوو واردات بند پاتې وي.
هغوی زیاته کړې، چې له افغانستان څخه د میوو وارداتو بندیدو سره به پاکستان د تازه میوو له کمښت سره مخ شي ځکه چې په بلوچستان، سند او خیبر پښتونخوا کې د سیلابونو له امله باغونه ویجاړ شوي دي.
