اطلاعات روز: کندهار ولايت کې د کوکران يوازينی دولتي کرنیز څیړنیز فارم له نه پاملرنې له امله د ویجاړۍ له ګواښ سره مخ دی.
د هیواد په کچه له شپږو جوړو شویو فارمونو څخه یو یې کندهار کې د کوکران فارم دی چې په کال ۱۳۴۸لمریز کال کې پر ۲۲۸ جريبه ځمکه جوړ شوی، خو په تېرو جګړو کې يې ۱۵۶ جريبه ځمکه د دوو پخوانیو زور واکو قومندانانو له لوري غصب شوې ده.
د تېر حکومت په وروستیو کلونو کې یاد فارم ته د بهرنيو موسېساتو پاملرنه زیاته شوه چې اصلي لامل يې کروندګرو ته د کوکنارو بدیل په ګوته کول، د تازه ميوو د ښه حاصلاتو ورکولو له پاره د هغوی مسلکي کول، او د زراعت په برخه کې تحقیق ياد شوی و.
د دغه څیړنیز کرنیز فارم مسوول انجینر محمد الله نوري اطلاعات روز ته وويل، اوس مهال په ياد فارم کې د اته ډلو میوو ۴۴۳ بېلابېلو ډولونه شتون لري.
انجینر نوري وايي، په دغه کرنیز فارم کې شاوخوا ۱۳ کاله د میوو پر خوند، مرضونو، قد، کيفيت او ښو حاصلاتو ورکولو کار شوی تر څو کندهار او شاوخوا ولایتونه کې بزګران ترې ګټه واخلي.
دی زياتوي، چې د بزګرانو او د زراعت پوهنځي محصلينو د ښې روزنې له پاره په دغه فارم کې بهرنۍ او ټولې داخلي ډ میوو ونې کينول او څیړنه پرې شوې ده.
هغه وويل، کندهار کې د زراعت رياست کولای شي ترڅو د همدې فارم له روزل شويو ميوو څخه نورو باغ لرونکو ته د مېوو ونې ورکړي او ښه ګټې ترې پورته کړي.
ددې فارم د مسوول په خبره، چې اوس مهال ددې زراعتي تحقيقاتي فارم د ميوو او ونو يوازې ساتنه کېږي او باغ لرونکو ته په اجاره ورکول شوی.
هغه زياته کړه، چې تېر کلونه پر دې فارمونو ۱۵ ميليونه امريکايي ډالر مصرف راغلی تر څو د هېواد د ميوو په بېلابېلو برخو کې څېړنې وکړي او شته ستونزې هوارې کړي.
د ده له قوله: «کله چې په افغانستان کې داخلي جنګونه شروع شول، ددې فارم ډېر ځمکه غاصبینو لاندې کړه، کور، فابريکې او باغونه يې پرې جوړ کړل، دا فارم ډېر اهميت لري، پر دې فارم
کتابونه ليکل شوي، مسلکي خلک روزل شوي، نقشې پرې جوړې شوي او هر ډول ګټه ترې اخیستلی شو.»
دغه څیړنیز فارم اوس یو کس ته په اجاره ورکول شوی دی.
د کندهار د نورو باغ لرونکو ترڅنګ وروستيو ورښتونو د فارم تازه ميوو ته هم زيان رسولی.

صديق چې اوس مهال يې دغه فارم د طالبانو له حکومت څخه په درې لکه او دېرش زره افغانۍ اجاره کړی وایي، سږکال يې ټولي ميوې د سيلابونو او ورښتونو له کبله خرابې شوي.
دی وايي، اوس يوازې د انارو حاصل ته په تمه دی او که هغه هم ښه حاصلات ورنکړي نو ډیر زیان به وکړي.
دی زياتوي، که سږکال د ميوو پر وخت سېلابونه نه وای راغلی نو دده ترڅنګ د کندهار ټولو باغ لرونکو ډیره ګټه کوله.
نوموړي وويل، سره له دې چې په دغه فارم کې د ميوهجاتو پر کيفيت، خوند او روزنه کار شوی خو په بازار کې دغه ډول میوې خلک نه خوښوي.
د هغه په خبره چې سږکال دغه فارم هغه وسايل په لاس کې نه لري چې تېر کلونه به ترې ګټه اخيستل کېده.
د دغه فارم حکومتي کارکوونکي دوه ځايه په دندو بوخت دې او پر وخت خپلې وظيفې ته نه ستنېږي.
ومو غوښتل ترڅو په همدې اړه د يادو کارکوونکو نظر هم له ځان سره ولرو خو د هڅو سره سره بيا هم په دې بريالي نه شو ترڅو هغوی زموږ سره مرکه وکړي.
خو د دغه زراعتي تحقيقاتي فارم يو کارکوونکي د نوم نه خپرولو په شرط اطلاعات روز ته وويل، کوم کسان چې په کوکران زراعتي تحقيقاتي فارم کې رسمي حکومت وظيفه لري په هفتو هم خپلو دندو ته نه دې ستانه شوي.
دی وايي، د دې فارم کارکوونکي د طالبانو له حکومت څخه معاش اخلي او د لسو ورځو حاضري یو ځل امضا کوي.
د هغه په خبره، چې څو ځله یې کندهار کې د زراعت رياست له مسوولينو سره ياده موضوع شريکه کړې خو په بدل کې یې ځواب نه دی ترلاسه کړی.
هغه وويل، کوم کسان چې په دغه فارم کې رسمیت لري دنده یې د دغو ميوهجاتو او د هغو د ونو پر وخت څېړل دي خو، په خبره يې چې اوس دغه چاره هم نه ترسره کېږي.
د سيمې اوسېدونکي زياتوي چې دغه ځمکه د يوه زورواکي پخواني قوماندان له لوري کلونه وړاندې عصب شوې ده.

دغه کس سمیع الله نومېږي او د کوکرانو فارم په شاوخوا کې يې کور دی.
سميع الله زياتوي، چې د دغه زراعتي فارم ځمکه لومړی د سرکاتب په نوم د يوه قومندان له لوري لاندې شوې او وروسته هغه پر خپلو قومندانانو ويشلې ده.
نموړی زیاتوي، اوس مهال د دې کرنیز فارم د ځمکې له غصب ۴۰ کله تېر شوي او غاصبینو یې د پخواني حکومت پرمهال دغه ځمکې په خپلو نومونو ثبت کړي.
د يادونې وړ ده چې کندهار کې ياد زراعتي فارم ډېره اندازه ځمکه د غاصبينو له خوا کلونه وړاندې لاندې شوې.
همدارنګه لکه څنګه چې د کوکران څیړنیز کرنیز فارم اوس له پاملرنې غورځول شوی ترڅنګ یې د پخواني حکومت له سقوط سره يو ځای د دغه فارم ۱۳ عرادې نوي ټکټرونه هم ورک شوي دي.
