د ننګرهار دوربابا ولسوالۍ مخورو د ولور نه اخیستو پرېکړه کړې

اطلاعات روز: د ننګرهار دوربابا ولسوالۍ قومي مشرانو پرېکړه کړې، چې تر دې وروسته هېڅوک پر لور یا خور ولور نه شي اخیستی، بلکې يوازې ۱۰۰زره افغانۍ شرعي مهر به ورکول کېږي.

د یادې ولسوالۍ قومي مشر ملک کفتر خان اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، په دې وروستيو کې په ځینو نورو ولايتونو کې د دويم واده له امله د ولور اندازه تر دوه ميليونه افغانیو رسېدلې او په دې ولسوالۍ هم خلکو د ولور کچه ۶۰۰زره افغانيو ته لوړه کړې وه.

د نوموړي په خبره د همدغې ستونزې د مخنيوي لپاره يې پرېکړه وکړه چې هېڅوک به د لور یا خور پر سر ولور نه اخلي.

ملک کفتر خان زياته کړه: «دا خو داسې خبره وه چې په دې وروستيو کې په پکتيکا، خوست، هلمند، زابل او يو شمېر نورو ولايتونو کې خلکو دويم ودونه وکړل او تر شل لکه افغانيو يې ولور ورکړ، نو دلته هم خلکو د ولور کچه پنځه شپږ لکه افغانيو ته لوړه کړې وه، نو ځکه موږ دغه پرېکړه وکړه.»

د دوربابا ولسوالۍ بل قومي مشر ملک ثواب‌ګل اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې زیاته کړه، چې دغه قومي تړه د ښځو د ژوند د خونديتوب په موخه شوې ده.

دی وايي، په تېرو وختونو کې هم دې ولسوالۍ کې ولور ۲۰۰زره پاکستانۍ کلدارې و، خو کله چې تېر جمهوري نظام سقوط شو، نو خلکو له قومي تړې سرغړونه وکړه او ولور يې زيات کړ.

د نوموړي په وينا، اوس چې کومه پریکړه شوې پکې د کونډو ښځو لپاره ۱۵۰زره افغانۍ او پېغلو لپاره ۱۰۰زره افغانۍ د مهر په نوم ټاکل شوې دي.

ملک ثواب‌ګل ټینګار کوي، که هر چا له دغې پرېکړې سرغړونه وکړه نو د قانوني او شرعي سزا په خاطر به د ولسوالۍ چارواکو ته سپارل کېږي چې په عام محضر کې سزا ورکړي.

په همدې حال کې د دوربابا ولسوالۍ لپاره د طالبانو ولسوال حاجي نصرالله د ولس له دغې پرېکړې خوښ دی او ډاډ ورکوي که هر چا ترې سرغړونه وکړه نو د قانون او شرعيت له مخې به سزا ورکړل شي.

ملک ثواب ګل زیاته کړه:«له دې وړاندې دلته د ولور په نامه خلکو د خپلو لوڼو اوخویندو پر سر ډیر پیسې اخیستې او مونږ چې اوس کومه پریکړه کړې دا د ښځو د ژوند خوندیتوب لپاره شوې ده، اوس چې کومه پریکړه شوې پکې د کونډو ښځو لپاره ۱۵۰زره افغانۍ او پېغلو لپاره ۱۰۰زره افغانۍ د مهر په نوم ټاکل شوي او که هر څوک ترې سرغړونه کوي نو د خلکو په مخکې به ورته سزا ورکول کیږي.»

هغه وويل، که ولس د هرې ستونزې د حل لپاره همداسې سره لاسونه ورکړي نو ستونزې هم کمېدلای شي او ښې حکومتولۍ ته زمينه برابرېدلای شي.

د دوربابا ولسوالۍ قومي مشرانو دا هم وويل، خپله هغه پرېکړه يې هم تازه کړې چې هېڅوک به په خپلو سيمو کې دولت ضد ډلو او وسله‌والو ته ځای نه ورکوي او نه به ورسره همکاري کوي.

 ديني عالم مولوي محمد شریف هم د ولور لوړه اندازه له اسلامي اساساتو سره په ټکر کې بولي او وايي چې په مناسب عمر کې د ځوانانو د نکاح نه کولو له امله ټولنيزې او اخلاقي ستونزې هم زیاتيږي.

نوموړي اطلاعات روز ته وويل: «لوړ ولور قبيحو عملونو ته لاره هواروي ځکه زیاتره خلک د ولور ګټلو لپاره ناروا کارونو ته مخه کوي، نو ګناه د هغه چا شوه او ورسره شریک دی چې دی ېې غلا ته هڅولی او مجبور کړی یې دی؛سرور کاينات “ص” فرمايي چې هلک يا نجلۍ بلوغ ته ورسيږي، که نکاح يې ونکړي، په هره ګناه يې کې والدين شريک دي.»

ننګرهار میشتو ځوانان هم د یادې پریکړې تود هرکلی کړی او د دغه ولایت په ټولو ولسوالیو کې د لوړ ولور ستونزه لويه بولي او له قومي مشرانو غوښتنه کوي چې د یادو پریکړو لړۍ دې له حکومتي چارواکو سره د دغه ولایت نورو ولسوالیو ته هم وغځوي.

سید عباس د ننګرهار د کامې ولسوالۍ اوسیدونکی دی هغه اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، کوژدن یې د پلار په کور د زیات ولور او زیاتو لګښتونو له امله زړه شوه.

هغه وایي، له تیرو شپږو کلونو راهیسې هڅه کوي تر څو واده وکړي خو لومړی باید خپل خسر ته د کوژدنې لوړ ولور ورپوره کړي خو لا تراوسه بریالی شوی نه دی.

نوموړی زیاتوي د ده په ګډون ګڼ ځوانان په دغه ولایت کې د زیات ولور د اخیستو له ستونزو کړېږي او دوی په دغه دود کې پر لږوالي ټینګار کوي. 

دی وایي، په دغه ولایت کې د خلکو ترمنځ د ناوړو دودونو او د زیات ولور اخېستلو له کبله زیات شمېر کوژدن ځوانان او ځوانې نجونۍ د واده کولو له حقه محرومه کړي دي.

هغه اندیښنه څرګندوي او زیاتوي له یوې خوا د کار نشتوالی او بلې خوا د ودونو لوړلګښت هغه لاملونه دي چې ځوانې نجونې او هلکان یې په کلونو- کلونو کوژدن پاتې کړي او یا هم کوژده کولو ته زړه نه ښه کوي.

پر نجونو د لوړ ولور اخيستو سربېره د واده پر مهال د ژوند د شریک په اړه د هغوی خوښه هم په نظر کې نه نيول کيږي او ځينې مهال يې د پلار د کور لخوا د زياتو پيسو اخيستو کېدو پر مهال ور سره توند چلند هم کيږي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه