اطلاعات روز: د زابل شینکۍ ولسوالۍ کې د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یو نیسف په مالي ملاتړ د یوه روغتون ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
زابل کې د طالبانو د عامې روغتيا ریيس ډاکټر عبدالحکیم حکيمي اطلاعات روز ته وویل، دغه ودانۍ نن (چهارشنبه، ۱۶ د وږي) د زابل شینکۍ ولسوالۍ کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
نموړی زیاتوي، پر دغې ودانۍ دوه ميليونه افغانۍ لګښت راغلی چې ټول د يونيسف موسېسې له لوري ورکول شوی دی.
ډاکټر حکيمي له همکارو موسېساتو د مننه ترڅنګ غوښتنه وکړه ترڅو نور هم په دغه ولايت کې نړیوال موسېسات د خلکو روغتيايي حالت ته پاملرنه وکړي او په همدې برخه کې د عامې روغتيا رياست سره مرستې وکړي.
د يادونې وړ ده، چې د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونیسف په پام کې لري چې د زابل په ټولو ولسوالیو کې د روغتونونو لپاره نوې ودانۍ جوړې کړي.
