د هلمند باغران ولسوالۍ کې هیڅ یوه مخابراتي شبکه فعالیت نه لري

اطلاعات روز: د هلمند باغران ولسوالۍ اوسېدونکي وایي، په تېرو شلو کلونو دغه ولسوالۍ کې هیڅ یوې مخابراتي شبکې فعالیت نه دی پېل کړی.

د یادې ولسوالۍ اوسیدونکي زیاتوي، د مخابراتي شبکو د اسانتیا نه شتون له امله له ګڼو ستونزو سره مخ دي او د یوې اړیکې ټینګولو لپاره تر لېرې ځای مزل کوي او بیا اړیکه ټینګوي.

د دوی په خبره، د مخابراتي شبکو نه  فعالیت د دوی پر کارو بار هم ناوړه اغېزه کړې.

د باغران يو اوسيدونکی محمدکريم وايي، چې په تيرو شلو کلونو کې په ياده سيمه کې هيڅ مخابراتي شبکي فعاليت نه دی کړی او خلک يې آن د غرونو سرونو ته د اړیکو ټینګولو لپاره پورته کېږي.

ورته مهال د باغران ولسوالۍ يو بل اوسيدونکی لعل محمد بیا زیاتوي، چې په تيرو وختونو کې د جګړو له امله طالبانو يادې ولسوالۍ کې د مخابراتي شبکو فعاليت ته اجازه نه ورکوله.

هغه وايي، اوس چې جګړې دريدلي په کار ده چې په يادې ولسوالۍ کې هم د نورو ولسواليو په څير مخابراتي خدمتونه فعال شي.

د ده په خبره، د سيمې زيات خلک د مخابراتي شبکو د نشت له امله دپخوانيو ليني تلفونونو او ياهم مخابرو څخه کار اخلي چې دغه چارې دوی ته به کاروبار کې ستونزې جوړې کړي.

هغه د طالبانو له حکومت څخه غوښتنه کوي، چې په يادې ولسوالۍ کې دې خصوصي مخابراتي شرکتونه اړ کړي ترڅو خلکو ته خدمات وړاندې کړي.

بلخوا د باغران لپاره د طالبانو ولسوال ملا جمعه ګل قریشي وایي، په یاده ولسوالۍ کې یې  د مخابراتي شبکو د فعاله کیدو په تړوا د ولایت د  مخابراتو ریاست له مسوولینو سره خبرې  کړې دي، نوموړی هيله څرګندوي چې په نږدې راتلونکي کې به په یاده ولسوالۍ کې مخابراتي شبکي فعاله شي.

د باغران ولسوال وايي، د يو شمير خصوصي شرکتونو مسوولينو له دوی سره ليدلي او هغوی ورسره ژمنه کړې، چې په نږدې راتلونکي کې به په يادې ولسوالۍ کې مخابراتي خدمتونه فعال کړي.

باغران د هلمند يوه له لېرې او وروسته پاتې ولسواليو څخه شميرل کيږي چې له تيرو شلو کلونو راهیسې دغلته د جګړو له امله خلک له هرڅه بې برخې پاتې شوي.

دا په داسې حال کې ده چې په  هلمند ولایت کې  د سلام مخابراتي شبکي د فعالیت ترڅنګ روشن، اتصالات، افغان بیسم، ام ټي ان شبکې فعالیت لري خو په دې وروستیو څو ورځو کې یې په  مرکز لښکرګاه ښارکې هم خدمات په نه شتون حساب دي.

د ورستيو سيلابونو له امله د هېواد په جنوبي ولايتونو کې د مخابراتي شبکو انټرنيټي خدمتونو ته هم زيان اوښتي و، چې په کندهار، هلمند، زابل او ارزګان ولايتونو کې یې انټرنیټ کار نه کوه.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه