اطلاعات روز: خوست ولایت کې د «چنار» کلنۍ مشاعره چې هر کال د سلګونه ګډونوالو په شتون کې لمانځل کیږي سږ کال هم دې مشاعرې ته د خوست په ګډون له بېلابېلو ولایتونو شاعران، ادیبان او د شعر او ادب مینوال رابلل شوي و.
دغه مشاعره چې بېګاه شپه (سېشنبه، ۱۵ د وږي) ترسره شوه، د شاعرانو نیوکه پر دې وه چې دوی ته د خپل ذوق شعر ویلو اجازه نه وه.
د شاعرانو په وینا، چې د طالبانو مسوولینو هغو شعرونو ته هرکلی کاوه، چې د دوی د نظام په ستاینه او ګټه ویل کېده.
د چنار مشاعرې یو تن ګډون وال بلال وزیري وویل، ډیری هغه شاعران په مشاعره کې د شعر ویلو لپاره دریځ ته وبلل شول، چې له طالبانو سره یې فکري ملګرتیا درلوده.
هغه وايي، په دا ډول مشاعرو کې دې شاعرانو ته اجازه ورکړل شي، چې د خپل ذوق سره سم ګډونوالو ته چمتو کړي شعرونه ووايي.
نوموړي وویل: «دلته په خوست کې چې کومه مشاعره وه، نو شعرونه تر ډېره دې ته ځانګړي شوي و، چې شاعرانو په کې د اوسني نظام ستاینه کوله، خو هغه شاعران چې هغوی په ټولنه کې اوسنۍ ناخوالې رانغښتې وې او یوه اندازه په چارواکو نیوکو ته ځانګړي شوي وو، هغه شاعرانو ته اجازه ور نه کړل شوه.»
په ورته مهال بیا جوړې شوې مشاعرې ته له کابل څخه راغلي شاعر چې نه یې غوښتل په خپل اصلي نوم ځان معرفي کړي اطلاعات روز سره په خبرو کې سږنۍ مشاعره د نورو کلونو په پرتله کمرنګه وبلله او ویې ویل، چې د ځینو ستونزو له امله ډیری وتلو شاعرانو په کې برخه نه وه اخیستې.
د هغه په خبره چې په تېرو کلونو کې به دا ډول لویو مشاعرو ته په کور دننه او له هیواده بهر هم وتلي پښتانه شاعران راتلل.
نوموړی وايي، د طالبانو حکومت مسوولین دې په شاعرانو هغه کړی ازاده کړي چې اوس د خپل فکر شعر ویلو ته اجازه نه ورکوي.
هغه وویل: «دوه کاله وړاندې او د نن شپې په مشاعره کې د خلکو او شاعرانو ګډون خورا توپیر لري، پخوا به د ګڼو ولایتونو سربېره له کوزې پښتونخوا هم شاعران راتلل او دلته به یې شعرونه ویل، خو نن چې کومه مشاعره مونږ ولیده خلک پکې خورا کم و، شاید زما په نظر لامل یې دا وي، چې په دغه مشاعره کې شاعرانو هم ګډون نه وو، کړی او د نه ګډون وجه یې د خپل فکر شعر ویلو ته اجازه نه ورکول و.»
په خوست ولایت کې د چنار په نوم په جوړه شوې کلنۍ مشاعره کې د خوست ولایت لپاره د طالبانو والي هم ګډون درلوده نوموړي د خپلو څرګندونو پر مهال له شاعرانو او لیکوالانو غوښتنه وکړه، چې د نظام تقویې لپاره د خپلو شعرونو له لارې خلکو ته پیغام ورسوي.
په خوست کې د چنار، پکتیا کې نښتر، لوګر کې سنځلې ګل او میدان وردګو کې د مڼې ګل په نومونو کلنۍ مشاعرې ترسره کیږي چې له ګڼو ولایتونو ورته مخکښ شاعران راځي.
