اطلاعات روز: د تېرو سېلابونو له امله په خوست ولايت کې د نورو زيانونو سربېره د دغه ولايت په ګڼو سيمو او ولسواليو کې د لويو لارو وصلېدو لپاره جوړ شويو پلونو او پلچکونو ته هم سخت زيان اوښتی چې له امله يې ځايي خلکو ته د تګ-راتګ په وړاندې ستونزې جوړې کړې دي.
د دغه ولايت د اوسېدونکو په وينا ياد پلونه چې ډیری يې خورا پخوا جوړ شوي و، او ځينې ولسوالۍ له مرکز سره وصلوي، ورانوونکو سېلابونو ورته سخت زيان رسولی او اوس مهال يې د جوړېدو لپاره هم کوم اقدام نه دی شوی.
د خوست ولايت د مندوزيو ولسوالۍ د حيدرخېلو سيمې يو اوسېدونکي ميراجان اطلاعات روز ته وويل، چې څه موده وړاندې د سېلابونو له امله د مندوزيو ولسوالۍ اړوند «مشکوڼي» پول په مکمل ډول له منځه تللی او د ولسوالۍ ځايي خلک اوس له ګڼو مشکلاتو سره مخ دي.
نوموړی وايي، د دغه پل له نړېدو زياته موده وشوه خو لاهم د اړونده ادارو له لوري يې د جوړېدو کار نه دی پيل شوی.

هغه وايي: «مونږ د دغه پل چې د مشکوڼي په نوم ياديږي او مندوزي له مرکز سره وصلوي څو ځله له فوايد عامې رياست غوښتنه وکړه خو لاهم ورباندې عملي کار پيل نشو او يوازې راته وعدې را کول کيږي. ستونزه دا ده چې په دغه پل هره ورځ سلګونه موټر تګ راتګ کوي، خو اوس چې نړېدلی نو خلک په لاندې خوړ کې ځي.»
له دې ور هاخوا د ګربزو ولسوالۍ اوسېدونکي هم له ورته ستونزو سره لاس او ګریوان دي، دوی وايي د «ګربزو» د پل يوه لويه برخه نړېدلې ده.
د دې ولسوالۍ اوسېدونکي جمال اغا خوستي اطلاعات روز سره په خبرو کې وويل، چې د پل تخريب کېدو له وجې د غلام خان په همدې سوداګريزې لاندې د بار وړونکو موټرو تګ-راتګ هم ټکنی کړی دی.
هغه داسې وايي: «د ګربزو يو لوی پل څه موده وړاندې سیلاب تخريب کړ او يوه برخه يې ونړېده، دا خورا مهم پل دی نه يوازې د ګربزو ولسوالۍ اوسېدونکي ورباندې تګ-راتګ کوي بلکې په دې لاره غلام خان بندر ته تلوونکي بار وړونکي موټر هم سوداګريز توکي لېږدوي، نو غوښتنه کوو، چې په خوست کې د دې پل ترڅنګ ټول هغه پلونه چې مهم دي ترميم او يا له سره ورغول شي.»
په خوست ولايت کې د دې پلونو سربېره د تريزويو او عليشيرو ولسواليو ترمنځ هم يو پل چې ځايي خلک يې مهم بولي او سیلابونو زیانمن کړی د بيرته رغېدو غوښتنه يې کوي.
و مو غوښتل چې په دې اړه د خوست ولايت لپاره د طالبانو د ولايتي ادارې نظر هم له ځانه سره ولرو، خو هغوی زمونږ پوښتنو ته له ځنډ وروسته هم ځواب را نه کړ.
سيلابونو د خوست ترڅنګ په ګڼو ولایتونو کې خلکو ته د ځاني او مالي زيانونو سربېره لويې لارې او پلونه هم تخريب کړي خو د بيا جوړېدو لپاره د طالبانو حکومت کوم د پام وړ اقدام نه دی کړی.
