اطلاعات روز: د هیواد ختیځ ننګرهار، کونړ، نورستان او لغمان ولایتونو کې د نن سهار زورورې زلزلې له امله ۴۹ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د دوشنبې (۱۴ د وږي) سهار وختي ۲:۲۷ بجې یوې زورورې زلزلې د کابل په ګډون د هېواد ګڼ ولایتونه ولړزول.
د کونړ د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست د زیانونو د ارزونې مدیر احسان الله احسان اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې د نن سهار زلزلې له کبله د څوکۍ او نورګل ولسوالیو کې ۶ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۹ تنه نور ژوبل شوي دي.
د نوموړي په خبره په یادو دوو ولسواليو کې د ځایي خلکو د استوګنې شاوخوا ۵۰ کورونه هم نړیدلي دي.
احسان زیاته کړه:«سهار وختي د کونړ په څوکۍ او نور ګل ولسوالیو په [ودیرو، شلط ، ماماګل او اریت] کلیو د زلزلې له امله ۶ تنه مړه شوي او۹ نور ټپیان شوي او همدارنګه له ۴۰ څخه تر ۵۰ د استوګنې کورونه هم تخریب شوي او ځینې یې بیخي ویجاړ شوي دي، سیمې ته مو مرستندویه ټیمونه استولي دي.»
د کونړ د نورګل ولسوالۍ یو اوسیدونکي خیبر ساپي اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې زیاته کړه، چې د زلزلې د شديدو ټکانونو سربېره يو هيبت ناکه غږ هم اورېدل کېده او سهار هم په ځينو سیمو کې د زلزلې تازه جټکې حس شوې دي.
هغه وایي خلک سخت وېرېدلي او زیانمن شوي او مرستو ته اړتیا لري.
دغه راز ننګرهار کې هم د زلزلې له امله د ۳۱ کسانو د ژوبلیدو خبر ورکړل شوی دی.
د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست ویاند نقیب الله رحیمي رسنیو ته په استول شویو معلوماتو کې ویلي، چې د نن سهار وختي زلزلې له امله د څلورو مېرمنو په ګډون ۳۰ تنه ټپيان روغتون ته ور وړل شوي دي.
رحیمي زیاتوۍ، به ټپيانو کې ۲۴ د ننګرهار پوهنتون محصلین او ۶ نور عام خلک شامل دي.
رحیمي زیاته کړې:«سهار وختي د ننګرهار سیمه ییز روغتون ته د دغه ولایت له مختلفو سیمو څخه ۳۱ تنه راوړل شوي، چې ۲۴ تنه یې د ننګرهار پوهنتون محصلین ۶ عام وګړي او په ټپیانو کې څلور ښځې هم شاملې وې؛ نور ټول له لومړنیو درملنې وروسته رخصت شوي خو شپږ لاهم بستر دي.»
بلخوا د ننګرهار پوهنتون رييس پوهاند خليل احمد بهسودوال هم رسنیو ته د دغه پوهنتون د لیلیې د ځينو محصلینو ټپي کیدل تاییدوي.
نوموړی وایي، ۲۴ تنه د پوهنتون محصلين دي چې ليليې کې يې ځانونه له لوړو منزلونو غورځولي دي.
همدارنګه په ختیځ لغمان او نورستان ولایتونو کې هم زلزلې ۴ تنه ټپيا کړي دي.
د نورستان ولایت ویاند سیف الدین لټون وایي، زلزلې په دې ولایت کې یو کور نړولی او دوه تنه یې ژوبل کړي دي.
لغمان کې بیا د دوو تنو د ژوبلېدو ترڅنګ د ۱۵ کورونو د وېجاړېدو خبر هم ورکړل شوی دی.
د زلزلې ټکانونه که څه هم د افغانستان په مرکزي، ختيځو او شمال ختيځو ولايتونو سربېره د پاکستان ځينو سيمو کې حس شوي خو شدت يې ننګرهار او د دغه ولايت کوز کونړ ولسوالۍ کې تر نورو زيات و.
د امريکا متحده ايالاتو د ځمکې پيژندنې ادارې د معلوماتو پر اساس د دريښتر په کچه ۵.۳ درجې لويې زلزلې مرکز د افغانستان ختیځ کې د ننګرهار ولایت و.
