اطلاعات روز: ایران په ننګرهار کې د شکرې ناروغۍ د درملنې د یو ځانګړي روغتون د جوړیدو ټټر وهلی دی.
د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست څخه تېره ورځ (یکشنبه، ۱۳ د وږي) په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په افغانستان کې د ایران د سفارت مرستیال سید حسن مرتضوي او په ختيځ کې د یاد هیواد سر قونسل مجید صادقي د ننګرهار عامې روغتیا رییس ډاکټر امیر محمد افتاب او نورو مسوولینو سره د لیدنې پرمهال په دې ولایت کې د شکرې ناروغۍ د درملنې لپاره د یو معیاري روغتون جوړولو ژمنه څرګنده کړې ده.
خبرپاڼې زیاته کړې یاد روغتون چې ودانۍ یې د عامې روغتیا ریاست له لورې په واک کې ورکول کیږي، نورې ټولې چارې لکه د پرسونل نیول، روزل، درمل، مالي امکانات او د وسايلو او تجهیزاتو برابرولو مسوولیت به یې ایران پرغاړه لري.
د ننګرهار روغتیایي مسوولین هم د ایراني چارواکو د یاد اقداما هرکلی کړی او ترې یې غوښتي چې له دوی سره دې په روغتیایي برخه کې خپلې مرستې نه سپموي.
د یادولو وړ ده له دې درې میاشتې وړاندې هم ایراني چارواکو په ننګرهار کې د یو روغتون د جوړیدو ژمنه کړې وه، خو تراوسه یې چارې نه دي پیل شوي.
