ننګرهار کې د شري ناروغۍ؛ روان کال ۴۱ ماشومان مړه شوي

اطلاعات روز: د ننګرهار روغتیایي چارواکي وایي، دغه ولایت کې د روان ۲۰۲۲ میلادي کال له پیل راهیسې نیږدې شپږ زره ماشومان په شري ناروغۍ اخته شوي، چې له ډلې یې۴۱ ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د ننګرهار د عامې روغتیا رییس ډاکټر امیر محمد افتاب وایي، چې اوسمهال په دغه ولایت کې د پخوا په پرتله د شري ناروغۍ کنټرول شوې، خو د لا مخنیوي په برخه کې د واکسینو کمپاینونه ترسره کول مهم دي.

هغه زیاتوی، چې د شری ویروس یوه خطرناکه ناروغۍ ده، چې په ماشومانو حمله کوی، شدیده تبه پیلېږی او پر ماشومانو دانې راخیژی.

نوموړی وایي، د یادې ویروسي ناروغۍ د مخنیوي او کنترول په موخه یې ننګرهار کې د واکسینونو کمپاین پیل کړ.

د ننګرهار د عامې روغتيا رییس ډاکټر امیر محمد افتاب وویل، د دغه کمپاین پرمهال به په سره رود، چپرهار، حصارک او لعلپورې ولسوالیو کې ۷۲ زره ماشومان واکسین او کمپاین به یې شپږ ورځې دوام وکړي. 

د نوموړي په خبره، زیات شمېر ماشومان چې پر شري ناروغۍ اخته شوي، له پنځو کالو کم عمر لري.

دغه راز د ننګرهار په سیمه ییز روغتون کې د ماشومانو د څانګې یو روغتیاپال د نوم نه ښودلو په شرط اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې د ننګرهار له مختلفو ولسوالیو څخه هره ورځ له۱۰ تر ۲۵  پر شري ناروغۍ اخته ماشومان  روغتون ته راوړل کیږي؛ چې مړینه یې بې مخینې ده.

نوموړی ټینګار کوي که د دغې ناروغۍ د مخنیوي لپاره چټک اقدام ونه شي، لا زیات ماشومان به خپل ژوند له لاسه ورکړي.

د شري ناروغۍ د ننګرهار یو شمېر اوسېدونکي هم اندېښمن کړي، ځینې اوسېدونکي یې وايي، سره له دې چې د واکسین ټول پړاوونه یې ماشومانو ته تطبیق کړي، بیا یې هم ماشومان پر دې ناروغۍ اخته کېږي. 

 د چپرهار ولسوالۍ اوسیدونکي رحمت الله اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل، چې هغه روغتیایي ډلې او کلینیکونه چې په دې ولسوالۍ کې فعالیت لري، د خلکو روغتیایي ستونزې نه شي حل کولای.

نوموړی د شري ناروغۍ د مخنیوي او کنترول په موخه د پيل شوي کمپاین له پیلیدو هرکلی کوي، خو د دغه ولایت نورو ولسوالیو ته یې هم د غځیدو غوښتنه کوي.

ورته مهال ځينې ډاکټران وايي، چې د شري ناروغي ساري ده او واړه ماشومان په ځانګړې توګه هغه ماشومان چې پر خوارځواکۍ اخته دي زیات ګواښي.

ډاکتر میران اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل، هغه کورنۍ چې ماشومان یې پر شري ناروغۍ اخته شوي او بېرته روغ شوي سپارښتنه کوي، چې له دې ناروغۍ د خپلو ماشومانو د ساتنې په موخه چاپېریالي حفظ‌الصحه مراعات کړي او په ممکن وخت کې یې روغتیايي مرکزونه ته ورسوي.

اخوا ختیځ کې د کتلوي معافیت عمومي مسوول ډاکټر حکم خان ګلابزی وایي، دا ویروس درملنه نه لري او د اخته کېدو د مخنیوي یوازینۍ لار یې واکسین لګول دي.

د نوموړي په خبره، ماشومان پر دغه ویروس تر اخته کېدو وروسته سینه ‌وبغل کېږي او تبه ورلوېږي.

هغه وایي، یاده ناروغي د ننګرهار په ځینو ولسوالیو کې په شدت سره مخ په زیاتېدو ده او په پلان کې لري چې راتلونکي کې به د ننګرهار ټولو ولسواليو کې د شري ناروغۍ واکسینو کمپاین ترسره شي.

ننګرهار کې د شري ناروغۍ زیاتیدو په اړه داسې مهال اندیښنې ډیریږي، چې بې پولې ډاکټرانو هم په افغانستان کې د شري ناروغۍ د زیاتوالي له کبله اندېښنه ښودلې.

 دغه سازمان ویلي، واړه ماشومان په ځانګړي توګه هغه ماشومان چې پر خوارځواکۍ اخته دي، شری ناروغي یې ګواښي؛ ځکه په ماشومانو کې د دغه ویروس شدت زیات دی.

روغتیا پالان هم په دې باور دي که د شري د مخنیوي په پار پر وخت اقدامات ترسره شي نو ښايي ډېر خلک له دې ناورغۍ وژغورل شي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه