اطلاعات روز: د ننګرهار پچیراګام ولسوالۍ کې د ځایي خلکو د خپلمنځي نښتې له امله یو تن وژل شوی او پنځه نور ټپیان شوي دي.
یوې ځایي سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې دغه پېښه نن سهار (پنج شنبه،۱۰ د وږي) شاوخوا یوولس بجې د پچیراګام ولسوالۍ د لاندې پچیر اړوند د «اوبو خیلو» په کلي کې د یوه فرعي سړک د جوړولو پر سر د دوو کلیو د اوسېدونکو ترمنځ رامنځته شوې، چې یو تن پکې وژل شوی او پنځه نور ټپیان دي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې د نښتې لامل په پچیراګام ولسوالۍ کې د یوه سړک جوړول و او ښکېل لوري هم د دغې ولسوالۍ د دوو کلیو اوسېدونکي دي.
ځایي طالب چارواکي هم یاده پېښه تاییدوي او وایي، د یادې پېښې عاملین یې نیولي چې د څیړنو په موخه یې امنیې قومندانۍ ته استولي دي.
په دې وروستیو کې د هیواد په بیلابیلو ولایتونو کې د خلکو ترمنځ خپلمنځي نښتې زیاتې شوي چې لامل یې د خلکو بې روزګاري او پر ټولو سیمو د طالبانو د نه حاکمیت لامل بلل کیږي.
