اطلاعات روز: ارزګان کې د طالبانو سيمه ييز چارواکي خبر ورکوي چې د دغه ولايت په خاص ارزګان ولسوالۍ کې يوه کس دوه طالبانو په ډزو وژلي او دوه ملکي کسان يې ټپیان کړي دي.
د ارزګان ولايت لپاره د طالبانو د اطلاعات او کلتور ريیس قاري اغاولي قريشي وايي، نن سهار (چهارشنبه، ۹ د وږي) لس بجې د خاص ارزګان ولسوالۍ په «نکروز» سيمه کې يو کس چې په عصبي او رواني ناروغۍ اخته و دوه طالبان وژلي دي.
هغه وايي، په دغه ولايت کې د طالبانو سيمه ييزو کسانو هڅه کوله ترڅو د خلکو په غوښتنه ياد کس ونيسي خو زياتوي چې دغه کس پر طالبانو ډزې کړي چې پرمهال يې دوه تنه طالبان وژل شوي او دوه ملکي کسان ټپیان دي.
د قريشي په خبره، یاد کس غره ته ختلی او دوی هڅه کوي چې د قومي مشرانو په مرسته دغه کس سره روغه جوړه وکړي.
نوموړی زیاتوي، دغه موضوع سياسي بڼه نه لري او ياد کس عصبي او عقلي ناروغۍ لري.
سیمه ییزې سرچينې هم دغه پيښه تاييدوي او وایي، هغه کس چې طالبان يې وژلي دا مهال په غره کې د طالبانو سره په جګړه بوخت دی.
د سيمې خلک زیاتوي، لاهم د طالبانو او د دغه کس ترمنځ جګړه روانه ده او د ډزو ږغونه اوريدل کيږي.
تر اوسه معلومه نه ده چې ياد کس په کومه موخه د طالبانو سره په جګړه اخته شوی.
