طالبانو د سراج الدین حقاني نشتون کې له افغانستانه د امریکا د وتلو کلیزه ولمانځله

اطلاعات روز: طالب چارواکو له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو لومړۍ کلیزه پروان ولایت کې د بهرنیو ځواکونو اصلي اډې بګرام کې ولمانځله.

تېر کال د وږي په نهمه نېټه وروستی امریکايي سرتېری د کابل له هوايي ډګره ووته.  طالبانو دغه ورځ عمومي رخصتي اعلان کړې او نن یې په یو شمېر ولایتونو کې ولمانځله.

د لمانځنې مراسم د بګرام په اډه کې د طالبانو د لومړي وزیر ملا حسن اخند او د دې ډلې د کابینې د یو شمېر غړو په ګډون ترسره شول.

په دې مراسمو کې ملا حسن اخند په خپله وینا کې وویل، هغه کسانو چې افغانستان اشغال کړی وو وتلي؛ ولې لاهم ستونزې رامنځته کوي.

د طالبانو لومړي وزیر وویل، چې بهرنیان داسې تبلیغات کوي چې ګواکې افغانستان کې لوږه ده.

هغه په ​​افغانستان کې د لوږې لامل بهرنیان یاد کړل؛ ځکه د ده په وینا بهرنیو هېوادونو پر افغانستان بندیزونه لګولي دي.

د طالبانو لومړي وزیر په وینا هر هغه هیواد چې له طالبانو سره ستونزه لري باید له دې ډلې سره خبرې وکړي.

هغه زیاته کړه چې د خبرو اترو او تفاهم لار غوره ده.

خو د ملاحسن اخند په وينا، هېوادونه هڅه کوي چې د خبرو اتر لار بنده کړي، ځکه يې د طالب چارواکو پر سفر بنديز لګولى او په تور لېست کې يې اچولي دي.

طالبانو د نن ورځې مراسمو کې د دې ډلې ځواکونو رسم ګذشت ترسره کړ او د طالبانو د دفاع سرپرست وزیر ملا یعقوب هم ځانګړي پوځي مراسم ترسره کړل.

خو په دې مراسمو کې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت سرپرست او د حقاني شبکې مشر سراج الدین حقاني ګډون نه درلود.  د سراج الدین حقاني ورور انس حقاني معمولاً د طالبانو په ناستو او مراسمو کې ګډون کوي، خو د نن ورځې په پروګرامونو کې نه لیدل کیږي.

سراج الدین حقاني د طالبانو یو له خورا پیاوړو مشرانو څخه شمیرل کیږي.

داسې ادعا کېږي چې د طالبانو رهبري په دریو څانګو ویشل شوې: لومړۍ څانګه یې د ملا برادر په مشرۍ، دوهمه څانګه یې د ملا محمد عمر د زوی ملا یعقوب او دریمه څانګه یې د سراج الدین حقاني په مشرۍ چارې پرمخ وړي.

په تیرو وختونو کې هم د حقاني او ملا برادر څانکو ترمنځ د اختلافاتو راپورونه ورکړل شوي دي.

خو طالبانو تل په خپل منځ کې د اختلافاتو او ډلو ټپلو خبره رد کړې ده.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه