پکتیا کې په تېر یوه کال کې  ۵۱۸ کسان د بېلابېلو جنایي جرمونو په تور نیول شوي

اطلاعات روز: پکتیا کې د طالبانو د امنیې قومندانۍ مسوولین په تېر یوه کال کې د جنايي جرمونو په پېښو کې د ۵۱۸ کسانو د نیول کیدو خبر ورکوي.

د دغې قومندانۍ طالب ویاند عمر بدري تېره ورځ ناوخته (سې‌شنبه، ۸ د وږي) د یوې خبري ناستې پر مهال رسنیو ته وویل، چې دغه کسان یې په تېر یوه کال کې د مرکز او ځینو ولسوالیو په بېلابېلو سیمو د غلا او نورو جنايي جرمونو له کبله نیول شوي، چې اوس مهال یې قضیې تر بشپړېدو وروسته عدلیې او قضایه ارګانونو ته سپارل شوې دي.

بدري همدا راز په جوړ شوي خبري کنفرانس کې زیاته کړه، چې په تېر یو کال کې د نشه يي موادو سره د مبارزې مدیریت له لوري ۴۲ عملیات ترسره شوي، چې په نتیجه کې یې د څه باندې ۱۳۰۰۰ کیلوګرامه چرسو په ګډون ۶۴ کیلو ګرامه هیروین، ۱،۳۶۴ کیلوګرامه شیشه، ۱۲ عرادې موټر او ځینې نور توکي نیولي دي.

په دغه کلني راپور کې همدا راز ویل شوي، چې د پکتیا په بېلابېلو سیمو کې د ځانګړو عملیاتو پر مهال ۳۸۵ مېله سپکه او درنه وسله او زرګونه پایره مرمۍ هم د طالبانو د امنیتي ځواکونو لاسته ورغلې دي.

د پکتیا ولایت لپاره د طالبانو امنیه قومندانۍ مسوولین په داسې حال کې د کلني راپور وړاندې کولو پر مهال د خپلو لاسته راوړنو یادونه کوي، چې په دې وروستیو څو میاشتو کې د غلا او نورو جنايي پېښو کچه په بېساري ډول لوړه شوې او خلک یې په اړه سخت اندېښمن دي.

د مرکز ګردېز یو تن اوسېدونکي بسم الله جان اطلاعات روز  سره په خبرو کې وویل، چې په تېرو څو میاشتو کې د څو داسې پېښو شاهد دی، چې له خلکو د ښار اړوند څنډو کې موټر او یا هم پیسې تښتول شوې دي.

نوموړی وايي، د غلا او نورو جنايي پېښو په ډېرېدو خلک اندېښنه لري او غوښتنه کوي، چې طالبان دې د امنیت په ټینګښت کې کوټلي ګامونه واخلي.

اقتصادي ستونزې، بې روزګاري او د پوره امنیتي فضاء نشتون هغه لاملونه دي، چې ځینې کسان یې غلا او نورو جنايي جرمونو ترسره کېدو ته مجبوره کړي دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه