اطلاعات روز: د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د طالبانو د دفاع وزارت سرپرست ملا یعقوب هغه ادعا رد کړې چې ګواکې امریکایي بې پیلوټه الوتکې د برید لپاره د پاکستان له فضا څخه د افغانستان خاورې ته داخلیږي.
دغه وزارت تېره شپه (یکشنبه، ۶ د وږي) په یوه اعلامیه کې د طالبانو د دفاع وزارت سرپرست ملا یعقوب څرګندونې بې بنسټه بللې دي.
ملا محمد یعقوب مجاهد وايي، د امریکا بې پیلوټه الوتکې د پاکستان له فضایي حریم څخه افغانستان ته داخلیږي.
هغه له پاکستانه وغوښتل چې خپل حریم د «افغانستان پر خلاف» ونه کاروي.
خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي «دا ډول فرضي تورونه خورا د افسوس وړ دي» او دا یې د مسوولانه ډیپلوماتیک چلند له معیارونو سره په ټکړ کې بللي. دغه وزارت ویلي چې پاکستان د ټولو هېوادونو حاکمیت او ځمکنۍ واکمنتیا ته درناوی لري.
د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت په اعلامیه کې راغلي، چې دغه هېواد د ترهګرۍ هر بڼه غندي او طالبان باید د نړیوالو سره د خپلو ژمنو د عملي کیدو ډاډ ورکړي او له خپلې خاورې هیڅ ترهګریزې ډلې ته د بل هیواد پر ضد د برید اجازه ور نه کړي.
ویل کیږي چې د امریکا بې پیلوټه الوتکې اوس هم په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د څارنې لپاره ګزمې کوي.
امریکا په دې وروستیو کې اعلان وکړ چې په کابل کې یې د القاعدې مشر ایمن الظواهري په یوه هوايي برید کې وژلی دی.
