ختیځ ولایتونو کې د وروستیو ورښتونو او سیلابونو له امله۹۰ کسان مړه او ټپیان شوي دي

انځور: اطلاعات روز

اطلاعات روز: ننګرهار کې وروستيو ورښتونو او سيلابونو زرګونه کورنۍ زيانمنې کړي او خلکو ته یې درانه مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.

د دغه ولایت  لپاره د طالبانو د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رییس قاري سیف الله خالد رسنیو ته ویلي، چې وروستیو سېلابونو په مختلفو ولسوالیو کې شاوخوا (۳۷۰۴)  کورنۍ زيانمنې کړي او(۱۵۹۵۰) جريبه کرنيزه ځمکه یې تخریب کړې ده.

د نوموړي د معلوماتو له مخې زيات زيان د کامې ولسوالۍ زاخېلو سيمه کې چې د کابل او کونړ سيندونه سره يوځای کېږي اوښتی، چې له امله یې د طالب ځواکونو يو رېنجر موټر چې ښځې او ماشومان يې له سيلاب څخه ژغورلي وو، د اوبو لاندې شوی چې په کې سپاره شپږ ماشومان او دوه ښځې اوبو وړي او مړه شوي دي.

خالد زیاته کړه:«وروستیو سیلابونو له امله د ننګرهار په مختلفو ولسوالیو کې خلکو ته زیانونه اوښتي خو ډیر زیان یې په کامې ولسوالۍ خلکو ته اړولی شاوخوا ۸۰۰ جریبه ځمکه اوبو لاندې کړې او ګڼ کورونه تخریب شوي او هم هلته دوه میرمنې او شپږ ماشومان اوبو وړي او مړه شوي دي، په مجموع کې شاوخوا (۳۷۰۴)  کورنه تخریب شوي او(۱۵۹۵۰) جريبه کرنيزه ځمکه له منځه تللې.»

ختیځ کې د سیلابونو له امله ترټولو زیات زیان د کامې خلکو ته رسیدلی دی. انځور: اطلاعات روز

هغه همداراز زیاتوي، د ټولو سیلابو ځپلو کورنیو سروې یې پیل کړې، چې له مستحقو کورنیو سره به د مرستندویه موسېسو په همکارۍ مرستې ترسره شي.

بل لور ته په ختيځ کې د طالبانو ۲۰۱ خالد بن ولید قول اردو چارواکي وایي، د بارانونو پرمهال یې د چورلکو په وسيله د ننګرهار، کونړ او لغمان ولايتونو کې د سيند له غاړو او ټاپوګانو څخه په اوبو کې د بند پاتې سلګونه کسانو ژوند ژغورلی دی.

د یادې قول اردو وياند مولوي وحيدالله محمدي وایي، چې ځواکونو د هيلوکوپټرو د ۷۵ پروازونو په ترسره کولو سره د ننګرهار، کونړ او لغمان ولايتونو مختلفو سيمو کې په اوبو کې د بند پاتې ۱۳۰۰کسانو ژوند ژغورل شوی دی.

محمدي زیاتوي:« ختیځ کې د خالد بن ولید قول اردو ځواکونو د وروستیو سیلابونو او بارانونو پرمهال ۷۵ پروازونه په ننګرهار، کونړ او لغمان ولایتو کې د خلکو د ژغورنې په موخه ترسره کړي؛ چې پرمهال یې د ۱۳۰۱ کسانو ژوند یې ژغورلی او خوندي سیمو ته یې انتقال کړي دي او دغه راز د پلي ځواکونو د انټرنېشنل او ثقيله نقليه وسايطو په وسيله يې د سلګونه کورنيو وګړي، وسايل او حيوانات هم خوندي ځايونو ته لېږدولي دي.»

اخوا ورښتونو او سیلابونو د ننګرهار ترڅنګ په  کونړ، نورستان او لغمان ولایتونو کې هم له ګڼ شمېر خلکو ژوند اخیستی او همداراز یې سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه او د استوګنې کورونه ویجاړ کړي دي.

د کونړ د اطلاعات او فرهنګ رییس قاري نجیب الله حنیف وایي، د سېلابونو له امله د دې ولایت په سرکاڼو، وټه پور، دانګام او یو شمیر نورو ولسوالیو کې ۲ تنه مړه شوي او څلور نور ژوبل شوي دي.

حنیف زیاته کړه:«د کونړ په په سرکاڼو، وټه پور، دانګام او نورو ولسوالیو کې د تیرو ورځو د سیلابونو له امله سلګونه کورنۍ زیانمنې شوي او همدارنګه دوه کسان مړه شوي او څلور نور ژوبل شوي دي، له کورنیو سره څه مرسته شوې خو بسنه نه کوي او له مرستدویه موسېسو د مرستو غوښتنه کوو.»

د لغمان د رسنیو دفتر بیا په خپرو کړیو معلوماتو کې ویلي، چې په مرکز مهترلام، الیشنګ، الینګار او قرغیو ولسوالو کې دشديدو بارانونو او سیلابونو له امله پنځو تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۷۲ تنه نور ژوبل شوي دي.

خلک د طالبانو له حکومت څه غواړي

سیلاب ځپلې کورنۍ له حکومت او نورو مرستندویه ادارو د بیړنیو مرستوغوښتنه کوي.

 د ننګرهار د بټي کوټ ولسوالۍ یو اسیدونکی ظاهر الله چې کور یې سیلابونو تخریب کړی او اوسمهال له خپلوانو کره اوسیږي اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې د سرپنا، څښاک اوبو او خوراکي توکو له نشتون سره هغه کورنۍ مخ دي چې سیلابونو یې کورنه تخریب کړي او د استوګنې لپاه هیڅ هم نه لري.

خلک وایي، سیلابونو یې کورونه ویجاړ کړي او اوس د سرپناه لپاره څه نه لری. انځور: اطلاعات روز

نوموړی نیوکه کوي څه ډول چې لازمه ده مرستندویه ادارو یې لاسنیوی نه دی کړی.

ظاهرالله زیاته کړه:«کور مې سیلابونه له منځه وړی او هیڅ هم نه دي راپاتې اوسمهال له خپلوانو کره اوسیږو او ژوند مې په سختیو کې تیریږي، حکومت هم داسې مرسته نه ده کړې چې د خلکو په درد دې دوا شي؛ ځکه زیاتره مرستې یا کمې وي او یا مستحقو کورنیو ته نه رسیږي.»

د سیلابونو د مخنیوي لپاره باید حکومت څه وکړي؟

سیلاب ځپلې کورنۍ د طالبانو له حکومته د ستونزې پر بنسټيز حل ټینګار کوي.

د کامې ولسوالۍ دزاخیلو سیمې اوسیدونکی سید نورشاه اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې حکومت دې د خوراکي توکو او نورو لومړنیو مرستو ترڅنګ د سیلابونو د مخنیوي په موخه د استنادي دیوالونه، سربندونو او نورې بنسټیزې پروژې عملي کړي، څو په راتلوونکې کې سیلابونو د خطر له ګواښه وژغورل شي.

نوموړی په دې باور دی که حکومت له ګواښه ډکو سیمو کې بنسټیزې پروژې عملي کړي ښايي راتلونکي ته عام خلک له زیانه وژغورل شي.

سید نورشاه زیاتوي:«مونږ له حکومت غوښتنه کوو چې دخوراکي توکو او نورو اړینو وسایلو د مرستو سربیره دې، په بیزاکمالاتي او نورو د سیلاب له خطر سره مخ سیمو کې د خطر د کمولو لپاره استنادي دیوالونه او همدارنګه د سیلابونو اوبو ته لاره ورکړي څو په راتلوونکې کې له دې ډول خطر خلاص شو.»

عام خلک د طالبانو له حکومت غوښتنه کوي چې د سیلابونو د مخنیوي لپاره دې بنسټیزې پروژې عملي کړي او استنادي دیوالونه دې جوړ کړي. انځور: اطلاعات روز

‏سیلاب ځپلې کورنۍ داسې مهال د مرستو غوښتنه کوي، چې تازه د خوړو نړیوال پروګرام ویلي، چې په افغانستان له ۲۷ زره سېلاب ځپلو سره یې مرستې کړې دي.

یاده اداره زياتوي، دغه مرستې روانه میاشت د افغانستان په ۱۲ ولایتونو کې پر اړمنو خلکو وېشل شوې دي.

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت د معلوماتو له مخې د وروستیو ورښتونو له امله د هېواد په ۲۱ ولایتونو کې په تېره یوه میاشت کې ۱۹۴ کسان شهیدان شوي، ۲۶۵ تنه ټپیان دي او ۱۲ زره ۲۰ کورونه ویجاړ شوي دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه