اطلاعات روز: د طالبانو د دفاع وزارت سرپرست ملا محمد یعقوب مجاهد وايي، د امریکا بې پیلوټه الوتکې د پاکستان له هوايي حریم څخه افغانستان ته داخلیږي.
نوموړي نن (یکشنبه، ۶ د وږي) د یو مطبوعاتي کنفرانس پرمهال افغانستان کې د امریکایي بې پیلوټه الوتکو ګرځیدل تایید کړل.
ملا یعقوب د امریکا دغه اقدام د افغانستان پر فضایي حریم ښکاره تیری وباله. هغه زیاته کړه، چې د یادو الوتکو د ګرځیدو په اړه یې امریکایي چارواکو ته خپل اعتراض وړاندې کړی دی.
د طالبانو د دفاع سرپرست وزیر د دې پوښتنې په ځواب کې چې امریکايي الوتکې افغانستان ته د ننوتو پرمهال د کوم هېواد له فضا ګټه پورته کوي، هغه وویل چې دا الوتکې د پاکستان له هوايي حریم څخه کار اخلي.
ملا یعقوب له پاکستان وغوښتل چې خپله فضا د افغانستان برخلاف استعمال نه کړي.
په دې وروستیو ورځو کې یو شمېر ولایتونو کې بې پیلوټه الوتکې لیدل شوي دي.
امریکا تر دې وړاندې اعلان کړی و، چې په کابل کې یې د القاعده مشر ایمن الظواهري په یوه ډرون برید کې په نښه کړي دی.
طالبانو تراوسه دغه ادعا نه ده تایید کړې او ویلې یې دي چې په دې اړه څیړنې روانې دي.
خو ملا یعقوب نن خبریالانو ته وویل چې په کابل کې د الظواهري وژل کیدل د یوې ادعا په حد کې دي او زیاته یې کړه چې په دې اړه څیړنې روانې دي.
دا په داسې حال کې ده چې دوه اونې وړاندې کندهار کې د طالبانو د لویې غونډې په پریکړه لیک کې ویل شوي و، چې د افغانستان په سر معامله به ګاونډیانو ته بدې پایلې ولري.
