اطلاعات روز: پکتیا کې ځایي سرچینې وایي، د دې ولایت په جانیخېلو ولسوالې کې د یوه کور چت پریوتو له امله د یوې کورنۍ یو ماشوم، یوې ښځې او درې نجونو ژوند له لاسه ورکړی دی.
پکتیا کې یوې ځايي سرچینې نن یک شنبه اطلاعات روز ته وویل، چې تېره شپه (شنبه، ۵ د وږي) د دغه ولایت د جانیخېلو ولسوالۍ د بلخیلو سیمې اړوند «اورغړو» کلي کې د یو کور چت چې څو ورځې وړاندې د بارانونو له امله زیانمن شوی و، د رالوېدو له امله پکې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۵ کسان مړه شوي دي.
په همدې حال کې بیا د پکتیا ولایت لپاره د طالبانو د اطلاعات او کلتور رییس خالقیار احمدزی هم پېښه تاییدوي او وايي، چې په مړو شویو کسانو کې یو ماشوم، یوه ښځه او درې نجونې شاملې دي.
هغه که څه هم په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي، خو ځايي سرچینې بیا وايي، چې په مړو شویو نجونو کې یې دوه ټپي وې، چې د لارې خرابېدو له امله روغتون ته تر رسېدو وړاندې یې ساه ورکړه.
د وروستیو ورښتونو له امله په پکتیا ولایت کې د مالي زیان سربېره خلکو ته ګڼ ځاني تلفات هم رسېدلي دي.
