سپین بولدک کې سیلابونو د یوې ښځې ژوند اخیستی او د تګ، راتګ لار یې بنده کړې

انځور: ټولنیزې رسنۍ

اطلاعات روز: وروستیو سیلابونو د کندهار سپین بولدک ولسوالۍ کې د یوې ښځې ژوند اخیستی او د کندهار ښار او سپین بولدک ولسوالۍ ترمنځ لار یې په مکمل ډول بنده کړې ده.

د کندهار سپين بولدک ولسوالۍ کې یوه ځایي طالب چارواکی چې نه غواړي نوم يې یاد شي اطلاعات روز ته وويل، د تېرې ورځې (جمعه، ۴ د وږي) سېلابونو له امله يوې ښځې خپل ژوند له لاسه ورکړی او خاوند یې ټپي دی.

د هغه په خبره: «د سېلابونو اوبو د دغې ښځې کور نړولی ښځه او خاوند یې ډوب کړي وروسته يې موږ خاوند ژوندی پيدا کړ او د ښځې مړی مو د زاړه ماندې سره وموند.»

دغه راز د‌ سپين بولدک ولسوالۍ يوه اوسېدونکي سميع الله اطلاعات روز ته وویل، چې له تېرو دوو ورځو راهیسې د کندهار ښار او سپین بولدک ولسوالۍ ترمنځ لار د خلکو د تګ-راتګ پرمخ تړل شوې ده.

سميع الله وايي، د سېلابونو راوتو له کبله خلکو ته درانه مالي زيانونه اوښتي او د‌ ډېرو کسانو کورونه نړېدلي دي.

د سميع الله په وينا: «نن دوهمه ورځ ده چې د سپين بولدک ولسوالۍ او کندهار ښار ترمنځ لار د مسافرو پر مخ بنده ده، ډېرې اوبه راغلي او د خلکو کورونه يې نړولي، د طالبانو امنيتي کسانو ډېر خلک د سېلابونو له اوبو څخه را ايستلي دي.»

وروستیو ورښتونو او سیلابونو د هیواد ګڼو سیمو کې خلکو ته مالي او ځانی زیانونه اړولي دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه