اطلاعات روز: نیویارک کې یوې محکمې د افغانستان د مرکزي بانک له کنګل شویو پیسو څخه د سپټمبر د ۱۱مې د بریدونو قربانیانو کورنیو ته د تاوان د ورکولو غوښتنه رد کړه.
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق نن سهار (شنبه، ۵ د وږي) د یوه ټویټ له لارې خبر ورکړی، چې تمه ده د افغانستان کنګل شوې پیسې ژر تر ژره ازادې شي او د یوه روښانه او څارونکي سیستم پر بنسټ د افغانستان له اړمنو خلکو سره د مرستې او پرمختګ لپاره وکارول شي.
د امریکا غږ د راپور له مخې، د نیویارک منهټن ښار کې یوې امریکايۍ قاضۍ سارا نیټ برن ویلي، چې د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د ۱۱مې د بریدونو قربانیان د افغانستان د مرکزي بانک د کنګل شوې شتمنۍ د ترلاسه کولو مستحق نه دي.
دغې قاضۍ زیاته کړې چې د دغو شتمنیو ضبطول دا معنی لري چې طالبان د افغانستان د حکومت په توګه ومنل شي او دا کار یوازې د امریکا جمهور رییس کولی شي.
پر افغانستان د طالبانو له واکمن کیدو وروسته، د امریکا حکومت په نیویارک کې د افغانستان د ۷ ملیارد ډالرو څخه زیاتې مالي زیرمې کنګل کړې.
څه موده وړاندې، بایډن د یوه اجرایوي فرمان له مخې د دې پیسو نیمایي برخه د سپټمبر ۱۱مې د بریدونو قربانیانو کورنیو لپاره ځانګړې کړې. دغو کورنیو د طالبانو پر ضد دعوه پرانستې وه او د تاوان غوښتنه یې کړې.
په دې وروستیو کې داسې ویل کیدل چې امریکا او طالبان د بندو شویو پیسو د خلاصون په اړه خبرې کوي.
راپور کې ویل شوي و، چې امریکايي او طالب چارواکو یو بل ته داسې وړاندیزونه کړي چې د افغانستان د مرکزي بانک د ملیاردونو ډالرو زیرمې، چې له هېواده بهر بندې دي، د امانتونو یو صندوق ته انتقال کړي.
ورته مهال، کابل کې د القاعده د مشر ایمن الظواهري له وژل کېدو وروسته، وال سټریټ ژورنال د امریکايي چارواکو په حواله راپور ورکړ، چې د بایډن ادارې پرېکړه کړې، چې د افغانستان کنګل شوې شتمني نه ازادوي.
د امریکا د حکومت په وینا د امریکا هوايي ځواکونو ایمن الظواهري د کابل په شیرپور کې هغه مهال وواژه چې په یوه خوندي کور کې یې ژوند کوه.
