اطلاعات روز: هلمند کې د طالبانو سیمه ییز مسوولین وایي، د ورستیو سیلابونو او ورښتونو له امله د کجکي د بریښنا بند اوبه زیاتې شوي دي.
هلمند کې د طالبانو د اطلاعات او فرهنګ ریيس حافظ عبدالباري راشد وايي، د وروستيو پرله پسې ورښتونو او سېلابي اوبو ورتګ سره د کجکي بند د اوبو اندازه ۵۱مترو او ۱۸ سانتي مترو ته رسیدلې چې د تيرې ورځې په پرتله یې یو متر زیاتوالی موندلی.
د هلمند د کجکي بند چې د هلمند ترڅنګ کندهار ته هم بريښنا ورکوي په دې ورستيو کې یې د اوبو اندازه ښکته شوې وه.
د دې بند د اوبو پاچاوې ته لاهم نږدې ۲۱ متره اندازه پاتې ده چې ورسره د برېښنا درې توربینونه فعالیږي.
هلمند کې د کجکي بند ته د هلمند ترڅنګ د ارزګان څخه هم د ورښتونو اوبه ورځې او په دغه کاسه کې ذخيره کيږي.
د کجکي بند چې مخکې یې پنځوس میګاواټه برېښنا تولیدوله شاخوا يوه مياشت وړاندي يې ظرفيت ۱۵۰ ميګاواټو ته پورته شو.
