ارزګان کې رسنۍ له سختو مالي ستونزو مخ دي

انځور: اطلاعات روز

اطلاعات روز: ارزګان کې سيمه ييز خبريالان او د رسنيو مسوولين خپل اقتصادي وضعيت ته انديښمن دي او وایي، چې تر سیاسي بدلون وروسته يې چارې ټکنۍ شوي او له سختو مالي ستونزو سره مخ شوي دي.

هغوی دغه څرګندونې تیره ورځ (چهارشنبه، ۲ د وږي) ارزګان کې د طالبانو د اطلاعات او فرهنګ له ریيس سره په ليدنه کې وکړي.

دا مهال ارزګان کې ۵ خصوصي راډيوګانې او يو خصوصي ټلويزیون فعاليت کوي، مسولين يې ادعا کوي چې مالي سرچینې يې کمې شوي او هغه لګښتونه چې دوی يې کوي نه يې پوره کوي.

په دغه ولايت کې د يوې خصوصي راډيو مسوول احمدشاه جواد وايي، اوس وخت په ارزګان کې ټولې سيمه ييزې رسنۍ له مالي بحران سره مخ دي او هغه مصارف چې دوی يې په رسنيو کې کوي نه پوره کيږي.

هغه په دغه ناسته کې د اطلاعات او فرهنګ رياست له مسوولينو غوښتنه وکړه چې د مالياتو په کميدو او د اعلاناتو په موندنه کې له محلي رسنيو سره مرسته وکړي.

په دغه ناست کې ديو شمير نورو رسنيو مسوولينو هم خبرې وکړې او زياته يې کړه چې حکومت دې غيرې دولتي موسېسات او دولتي ادارې دې ته وهڅوي ترڅو اعلانات سيمه ييزو رسنيو ته ورکړي.

ورته مهال یو شمير نورو خبريالانو بیا اطلاعاتو ته په لاس رسي ټينګار وکړ او غوښتنه یې وکړه چې مسوولين دې د اطلاعاتو په ورکړه کې له دوی سره مرسته وکړي.

ارزګان کې د طالبانو د اطلاعات او فرهنګ ریيس قاري اغاولي قريشي وايي، دوی به هڅه وکړي چې د رسنيو د مالي ستونزو د حل په موخه بېلابېلي سرچيني ولټوي او له همدې لارې به د رسنيو مالي ستونزې حل کړي.

هغه وايي، چې د رسنيو اقتصادي ستونزې به د ولايت مقام او همداراز له غيري دولتي موسېساتو سره شريکې کړي او له هغو څخه به غوښتنه وکړي چې رسنيو ته اعلانات ورکړي.

قريشي معلوماتو ته پر لاس رسۍ ټينګار وکړ او په خبره يې چې ټولې دولتي ادارې باید له خبريالانو سره د معلوماتو په شريکولو کې پوره همکاري وکړي.

دغه راز د ارزګان د اطلاعات او فرهنګ رياست د اطلاعاتو امر رازمحمد ضمير د رسنیو مسوولینو ته وویل، چې رسنۍ باید خپلې خپرونې د «اسلامي امارت» د پاليسۍ مطابق جوړې کړي  او د اسلامی اصولو تر چتر لاندې خپل نشرات وکړي.

تر دې مخکي هم ارزګان کې د رسنيو مسوولينو ادعا کوله چې له سخت مالي بحران سره مخ دي او ډير خبریالان یې د مالي ستونزو له امله ګوښه کړي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه