اطلاعات روز: پکتیا کې ځایي سرچینې وایي، د دې ولایت په مرکز ګردیز کې یو ۱۵ کلن ماشوم د برق نیولو له امله مړ شوی دی.
د دغه ۱۵ کلن هلک د خپلوانو له ډلې یو کس اطلاعات روز ته وویل، چې یاد ماشوم تیره شپه (چهارشنبه، ۲ د وږي) د مرکز ګردېز اړوند «بالادې» سیمه کې وارداتي بریښنا نيولی او روغتون ته له رسېدو وړاندې يې ساه ورکړې ده.
هغه وایي، ماشوم په خپل کور کې د بې احتیاطۍ له امله بریښنا نیولی او مړ شوی دی.
مياشت وړاندې هم د مرکز ګردېز اړوند په دولتزيو سيمه کې يو ځوان برق نيولی او مړ کړی و.
له بریښنا سره د عامه پوهاوي کموالي له امله په ګڼو سيمو کې ورته پېښې رامنځته کيږي، چې ځاني تلفات هم ورسره مل وي.
