ننګرهار کې لاریونوال: نړیوال دې طالبان تلپاتې اوربند ته وهڅوي

اطلاعات روز: د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار کې د ملکي وګړو خوندیتوب کمیټي غړو نن (پنجشنبه، ۴ مرغومې) د یو لاریون پر مهال له وسله والو طالبانو د اوربند غوښتنه وکړه.

په لاریون کې د روانې جګړې یو شمیر زیانمنو شویو کسانو هم ګډون کړی و. له ډلې یې نور محمد او ګل خان اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې دوحه کې د بین الافغاني خبرو دویم پړاو ته خوښي وښوده او له دواړو خواوو یې وغوښتل چې د سولې په دې اساس پړاو خبرو کې اوربند ته لومړیتوب ورکړي.

دوی زیاتوي: «مونږ د سولې دویم پړاو خبرو ته خوښ یو او له ښکیلو خواوو غوښتنه کوو چې اوربند وکړي او نور دې روانه جګړه ودروي دا جګړه پر افغانانو تپیل شوې.»

د لاریون یو ګډونوال چترال همت پر نړیوالې ټولنه هم غږ وکړ ترڅو وسله وال طالبان په هیواد کې دایمي اوربند ته وهڅوي.

ښاغلي همت وایي، «مونږ له نړیوالو هم غوښتنه کوو، چې وسله وال طالبان دې اوربند ته وهڅوي او نور دغه پیل شوې جګړه پای ته ورسوي.»

د لاریون مشر او ملکي وګړو د خوندیتوب کمیټې غړي احمد ظاهر زهیر اطلاعات روز ورځپانې سره په خبرو کې هیواد کې د ملکی وګړو پر مرګ ژوبلې هم اندیښنه وښوده او د جګړې پر ښکیلو خواو غږ وکړ چې د ملکي وګړو خوندیتوب ته پام وکړي.

زهیر زیاتوي: «مونږ ته نور د ملکي وګړو مرګ ژوبله د منلو نه ده له دواړو خواوو غوښتنه کوو، چې د ملکي خوندیتوب ته پام وکړي، ځکه د روانې جګړې ډیر قربانیان ملکي وګړي دي.»

ننګرهار کې داسې مهال خلک له وسله والو طالبانو د اوربند غوښتنه کیږي، چې هره ورځ د هیواد له په مرکز او بیلابیلو ولایتونو کې د جنګ جګړو او نورو ناامنیو راپورونه ورکول کیږي، چې زیاتره قربانیان یې ملکي وګړي دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه