ننګرهار کې د وروستيو سیلابونو له امله ۱۰۲۵ کورونه او ۶ پولونه تخريب شوي

انځور: اطلاعات روز

اطلاعات روز: ننګرهار کې طالب چارواکي وایي، تازه د والي په امر اضطراري کمېټه جوړه شوې چې دغو ټولو سیلاب ځپلو کورنيو سره د بېړنيو مرستو سربېره د کورونو جوړېدو برخه کې مرستې وکړي.

د ننګرهار لپاره د طالبانو د والي ویاند قاضي ملا عادل نن (چهارشنبه، ۲ د وږي) رسنیو ته په استول شوي ویډیویي کلیپ کې ویلي، تر يو کلن ځنډ وروسته د ننګرهار د والي ملا محمد نعيم اخوند په لارښوونه د دغه ولايت د مرستيال مولوي محمد رباني ناصح په مشرۍ اضطراري (بېړنيو پېښو) کمېټه فعاله شوه.

هغه زیاته کړې، يادې کمېټې ته دنده سپارل شوې چې په دغه ولايت کې د وروستيو ورښتونو او سيلابونو له امله زيانمنو شويو کورنيو ته مرستې ورسوي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې په ننګرهار کې د وروستيو ورښتونو او سيلابونو له امله ۱۰۲۵ کورونه نړېدلي، ۶ پولونه، ۲۷ پولچکونه، ۵۰ کيلومټره فرعي سړکونه او ۹۵ د اوبو څاګانې تخريب شوي دي.

دی که څه هم دقيق ارقام نه وړاندې کوي خو وايي، وروستيو سيلابونو او اورښتونو له امله يو شمېر کسان مړه او ټپيان شوي او دغه راز ۷۸ حيوانات هم تلف شوي دي.

بل لور ته د ننګرهار ولايت يو شمېر اوسېدونکي د دغې کمېټې له جوړېدو خوښ دي خو وايي، خلک بېړنيو مرستو ته اړتيا لري بايد د مرستو لړۍ ژر پيل شي.

د جلال اباد ښار د څلورمې ناحيې اړوند «بیز اکمالاتي» سیمې یو اوسیدونکي نورمحمد اطلاعات روز ورځپاڼې ته وويل، چې تېرو دوو اوونيو کې دغلته دوه ځلې سيلاب راغلی او دواړه ځل د لارو سربېره لسګونه کورونه هم ويجاړ او تخريب کړي دي.

نوموړی وایي، سیلابونو یې کورونه ړنګ او تخريب کړي خو تر اوسه دولت له لورې ورسره مرسته نه ده شوې.

دی وايي، خلکو سره بايد بېړنۍ مرستې وشي او کورونه یې ورته ورغوي.

د ننګرهار ولايت چارواکي وايي، اضطراري کمېټه به د دغه ولايت ټولو سيمو کې د ورښتونو او سيلابونو له امله زيانمنو شويو کورنيو سره مرستې وکړي.

په دې وروستيو کې د ننګرهار سربېره د هيواد ګڼو ولايتونو کې سيلابونو زرګونه کورنيو ته مالي او ځاني زيانونه اړولي دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه