اطلاعات روز: د پکتيا ولايت د سيدکرم ولسوالۍ اړوند «حسن خېلو» سيمه کې د قومي شخړې پر مهال درې کسان وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.
يوې ځايي سرچينې د نوم نه ښودلو په شرط اطلاعات روز ته وويل، چې دغه پېښه نن سهار (چهارشنبه، ۲ د وږي) د پکتیا د سیدکرم ولسوالۍ په «حسن خیلو» سیمه کې د ځمکې په سر رامنځته شوې ده.
د سرچينې په حواله په وژل شويو کسانو کې دوه وروڼه هم شامل دي.
دوی زياتوي چې د پېښې له ځايه ټپيان ملکي روغتون ته استول شوي او د يو يې روغتيايي حالت د اندیښنې وړ ښودل شوی دی.
د پکتيا ولايت لپاره د طالبانو امنيتي مسوولينو بيا په دغه پېښه کې د ښکيل يو کس د نيولو خبر ورکړی دی.
دا لومړی ځل نه دی چې پکتيا کې د ځمکې په سر قومي ستونزه پيدا او له امله يې مرګ، ژوبله رامنځته کيږي، بلکې له دې وړاندې هم په بېلابېلو سيمو کې ورته پېښې شوې او ښکېلو لوريو ته په کې ځاني تلفات رسېدلي دي.
