اطلاعات روز: د امریکا د مذهبي ازادۍ کمیسیون وايي، په افغانستان کې د مذهبي ازادۍ وضعیت پر دغه هیواد د طالبانو له واکمنیدو وروسته، سخت خراب شوی دی.
دغه کمیسیون پرون سې شنبې (۱ د وږي) د یوه راپور خپرولو سره ویلي، چې د طالبانو له خوا د اسلام د محدود سني تفسیر تحمیلول، د مذهبي ازادۍ او ټولو هغه افغانانو لپاره چې دا تفسیر نه مني یو جدي ګواښ دی.
د امریکا د مذهبي ازادۍ کمیسیون زیاته کړې چې په افغانستان کې د میشتو ټولو توکمیزو او مذهبي ټولنو د ساتنې لپاره د طالبانو پرله پسې ژمنو سره سره دا ډله د داعش د بریدونو په وړاندې د مذهبي اقلیتونو د امنیت په تامینولو کې پاتې راغلې ده.
د دغه کمیسیون د راپور له مخې، د افغانستان یو شمېر مذهبي اقلیتونه د ورکېدو له خطر سره مخ دي او نور یې د وېرې له امله د خپلو عقایدو د پټولو هڅه کوي.
د امریکا د مذهبي ازادۍ کمیسیون ویلي، چې د طالبانو له خوا د افغانستان له نیول کیدو وروسته د مذهبي لږکیو په ګډون څه باندې ۱۲۰ زره افغانان امریکا او د هغې متحدو هېوادونو ته لېږدول شوي دي.
دغه کمیسیون د امریکا د بهرنیو چارو له وزارته غوښتي چې د افغانستان د مذهبي اقلیتونو د غړو د منلو لپاره دې خپل پروګرام پراخ کړي.
د امریکا د مذهبي ازادۍ کمیسیون د امریکا له حکومته غوښتي چې د مذهب او عقیدې ملاتړ دې له طالبانو سره په خبرو اترو کې شامل کړي.
تر دې وړاندې یاد کمیسیون په ۲۰۲۲ کال کې په خپل کلني راپور کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ته سپارښتنه کړې وه چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان د مذهبي ازادۍ له پلوه د اندېښنې وړ هېواد په توګه وپېژني.
طالبانو دغه راپور رد کړی کړی و او ویلي یې و، چې په افغانستان کې د مذهبي اقلیتونو حقونه خوندي دي.
